1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خواجه آصف: پر طالبانو مو نفوذ کم شوی دی

۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، وروسته له هغې چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید د طالبانو مشر وواژه پر دغې ډلې یې نفوذ کم شوی دی. د هغه په خبره دغه څه په افغانستان کې د سولې راوستلو هڅې ټکنې کړي دي.

https://p.dw.com/p/2lJb5
Pakistan Verteidigungsminister Khawaja Muhammad Asif
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي. د هغه په خبره پر ځینو یاغي ډلو اوس هم نفوذ لري، خو دغه نفوذ د پخوا په ډول نه دی.

د متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې د ختمولو له پاره د نوې ستراتیژۍ تر وړاندې کولو وروسته دا د پاکستان د یوه جګپوړي دیپلومات واشنګټن ته لومړی سفر دی. متحده ایالات له ډیر وخت راهیسې پر سلام آباد افغان یاغیانو ته د پټنځایونو د ورکولو تور پورې کوي او ترمپ له پاکستان څخه غوښتي دي چې د یاغیانو پټنځایونه له منځه یوسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د متحدو ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار مک ماسټر او د بهرنیو چارو له وزیر ریکس تیلرسن سره لیدلي دي. ریکس تیلرسن پاکستان د متحدو ایالاتو او په سیمه کې د اوږدمهاله ثبات له پاره د مهم شریک په توګه یاد کړی دی.

د خواجه آصف په خبره پاکستان غواړي چې په بشپړه توګه د ترمپ له ادارې سره همکاري وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې پر دې باندې ټینګار وکړ چې د متحدو ایالاتو د لږې مرستې او د پوځي مرستو د کمیدو سربیره هم پر خپله خاوره د یاغیانو پټنځایونه له منځه وړي دي. هغه دا هم ویلي دي چې پر دوی باندې دې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله تور و نه لګول شي.

خواجه آصف خبریالانو ته وویل: «یوازې پر پاکستان تور مه لګوئ.» هغه یادونه وکړه چې دوی نه وایي چې بې عیبه دي او ښایي په تیرو وختونو کې یې ځینې تیروتنې کړي وي، «خو په تیرو درو څلورو کلونو کې په پوره قاطعیت سره ترهګر په نخښه کوي.»

له کلونو راهیسې د متحدو ایالاتو او پاکستان اړیکي د دې تورنو له کبله خړې پړې دي چې پاکستان پر خپله خاوره د طالبانو او حقاني شبکې حضور زغمي. دغه دواړه ډلې د افغان او امریکایي ځواکونو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي.

د متحدو ایالاتو لوی درستیر جنرال جوزف دانفورد په روانه اوونۍ کې د کانګرس جرګه ګۍ استماعیه غونډې ته وویل چې هغه ته دا خبره روښانه ده چې د پاکستان استخباراتي اداره له یاغي ډلو ټپلو سره اړیکي لري. د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس هم دغه استماعیه غونډه کې ویلي وو چې متحده ایالات به مخکې له دې چې ترمپ هر اړین ګام واخلي، له پاکسان سره به د یوه بل ځل له پاره د ګډ کار کولو هڅه وکړي. خو هغه په دې هکله د کومو مشخو ګامونو یادونه و نه کړه.

خواجه آصف، په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د نوو احتمالي بریدونو په هکله اعتراض وکړ. هغه له متحدو ایالاتو څخه وغوښتل چې د ترهګرو د موقعیتونو مشخصات دوی ته ورکړي او هوډ یې څرګند چې «موږ به یې بمبار کړو.»

هغه د پاکستان د پوځ له لوري په شمالي وزیرستان کې تصفیوي عملیاتو ته اشاره وکړه. دغه سیمه د ډیر وخت له پاره د حقاني شبکې له پاره د پټنځای په توګه انګیرل کیده.

اسوشیتد پرس خبري آژانس لیکلي دي چې پاکستان په دودیزه توګه د خپلې لویدیځې څنډې ګاونډي هیواد افغانستان، د خپلو ګټو د حوزې په توګه انګیري او له ۱۹۹۰مي لسیزې راهیسې له طالبانو سره اړیکي لري. پاکستان په ۲۰۱۵م کال کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب پر غاړه درلود، چې ډیر ژر ګډې وډې شوې.

په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو مشر ملا منصور هغه مهال ووژل شو چې د سولې خبرې اترې لا تر مخې دریدلې وې. خو د خواجه آصف په خبره د امریکایي برید هدف د سولې د خبرو اترو سبوتاژ کول وو.

خواجه آصف په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې نه یوازې د امریکا متحدو ایالاتو او پاکستان ترمنځ په باور کې کموالی راغلی دی بلکې له طالبانو سره یې هم په باور کې کوالی رامنځ  ته شوی دی.