1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مهاجرت سره پر گډي مبارزې ټينگار

۱۳۹۶ دی ۲۱, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې د اوو جنوبي هیوادونو مشران د ایټالیا په روم ښار کې جرګه شوي ول، څو د هغو ستونزو پر سر بحثونه وکړي چې دغه ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده. د خبرو په اجندا کې د مهاجرت موضوع تر ټولو مهمه وه.

https://p.dw.com/p/2qgHA
Italien Rom Treffen der EU-Südstaaten
انځور: Reuters/R. Casilli

د چهارشنبې په ورځ د مدیترانې سمندر ته څیرمه د اروپايي ټولنې پراته اوو هیوادونو د دې ټولنې د مهاجرت د ګډ سیاست د وضعیت د ښه کولو او د خپلو خلکو له پاره یې د اروپايي ټولنې د لا ډیر مسئولیت منلو غوښتنه وکړه.

د قبرس، فرانسې، یونان، ایټالیا، مالتا، پرتګال او اسپانيا هیوادونو مشرانو چې په ګډه د «جنوبي اووه هیوادونو» په نامه یادیږي، په روم کې تر ګډي غونډي وروسته یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې راغلي دي چې دوی د «مهاجرت په برخه کي د اروپايي ټولني ګډ سیاست ته ژمن» دي.

په دې غونډه کې یادو هیوادونو پر دې اړتیا هم توافق کړی چې اروپايي ټولنه باید خپلې بهرنۍ پولې لا ډیر خوندي، د انساني قاچاق او د مهاجرت په مبدأ هیوادونو کې د بې وزلۍ او شخړو له لمنځه وړلو له لارې، د مهاجرت له سرچینو سره مبارزه وشي.

لا ډیر پیوستون

د دې غونډي مشرانو د اروپايي ټولنې نورو غړو ته وړاندیز وکړ چې باید له هغو هیوادونو سره چې ډېر مهاجر ورته راځي، د لاس نیوي په برخه کې لا ډیري هڅې وکړي.

د یونان لومړي وزیر الیکسیس سیپراس خبریالانو ته وویل: «موږ باید په ګډه د مهاجرت د سیاست د عملي کولو له پاره مبارزه وکړو کوم چې له نورو هغو هیوادونو سره زموږ پیوستون ښيي  چې ګڼ شمیر مهاجرین یې هیوادونو ته داخلیږي.»

په وروستیو کلونو کې له شمالي افریقا او منځني ختیځ څخه اروپا ته د داخلیدونکو ډېرو مهاجرو، پناه غوښتونکو او کډوالو له پاره یونان، ایټالیا او اسپانيا مهمي لارې ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دغو درو هیوادونو د بشري او ادارې کارونو له پاره ډیري هڅې کړي دي. اوسمهال د یونان چارواکي د ۵۰ زرو مهاجرو د دوسيو ارزوني له ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د ايټالیا د رسمي شمیرو له مخې د دې هیواد د مهاجرو په مرکزونو کې شاوخوا ۲۰۰ زره مهاجر ژوند کوي.

دوی په وارو وار د اروپايي ټولنې پر نورو غړو هیوادونو لکه پولنډ او چیک جمهوریت باندې له دې امله نیوکې کړي چې په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو د ویش له وړاندیز څخه سرغړونه کوي او یا یې هم له پامه غورځوي.

د اروپايي ټولنې د ښه والي له پاره هڅې

د یادو اوو هیوادونو مشرانو په دې غونډه کې همدا راز د اروپايي ټولني راتلونکی هم تر بحث لاندې ونیو او په دې سره سلا شول چې دغه ټولنه باید خپل خلک دې ته وهڅوي چې د اروپايي ټولنې د ښه والي له پاره خپل نظرونه له دوی سره شریک کړي.

د دې هیوادونو له خوا په خپاره شوي پریکړه لیک کې راغلي چې: «موږ په اروپا کي له خلکو سره د دې ټولنې د راتلونکو مرکزي لومړیتوبونو په هکله د سلا مشوري له نظریې هرکلی کوو، کوم چې ممکن تر راتلونکي پسرلي وروسته تنظیم شي.»

دغو مشرانو همدا راز د فرانسې د هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې غواړي د اروپايي ټولنې د راتلونکو پارلماني ټاکنو په ترڅ کې په اروپايي ټولنه کې د د ګوندونو لیست ته هم رایه وکړي. د اوسني سیستم له لارې رایه اچوونکي یوازې کولی شي چې د یوه هیواد یا په ملي کچه د ګوندونو لیست ته رایه وکړي.

AFP, AP, DPA – A.K

زموږ له ارشيف څخه: