1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د بغل له بد بويه د خلاصون عجيبه لار

۱۳۹۹ دی ۱۱, پنجشنبه

د بغل (تخرگ) له بد بويه د خلاصون له پاره له ډېرو لگښتونو سره سره بیا هم ډېر انسانان له دغي ستونزي خلاص نه دي. اوس کارپوهانو له دغي ستونزي د خلاصون له پاره يوه عجيبه اسانه لار موندلې ده.

https://p.dw.com/p/2Y4Eb
Körpergeruch Junge Frau ekelt sich vor Achselgeruch
انځور: Imago/Steinach

ډېر انسانان د بغل (تخرگ) د خولې د بد بوی د له منځه وړلو له پاره ډېري پيسې د سپرې پر رانيولو مصرفوي، خو اوس ويل کيږي چې د دغي ستونزي د له منځه وړلو لار د يوه بل انسان خولې دي.

د امريکا متحدو ايالاتو د سانتياگو ښار د کاليفورنيا پوهنتون يوې نوي څېړني ښوولې ده چي د کورنۍ د يوه داسي غړي چي د بغل د خولې د بد بويي ستونزه نه لري په هغه بل پوري چي د بغل خولې د بدويي ستونزه لري و موږي، له دغي ستونزي خلاصيږي.

د دغي څېړني سرپرست ډاکټر کريس کولويرت، وايي د هغه کس د بغل د خولو باکترياوي چي زيات بوی نه لري، د هغه بل کس چي له بد بويه رنځ گالي په بغل پوري وموږي د بد بوی په له منځه وړلو کي مرسته کوي.

د دغي نظريې د اثبات له پاره داکټر کولويرت دغه ازموينه پر دوو غبرگولو ورونو کړې ده. دغو دوو ورونو يو يې د بغل له بد بويه رنځ گاله او هغه بل له دې ستونزي خلاص وو.

له هغه وروره چي د بغل خولې ئې بوی نه کاوه وغوښتل سول چي څلور ورځي حمام و نه کړي، څو باکترياوي ئې ډېري سي او هغه بل ته چي بغلونو ئې بد بوی کاوه وويل سول چي ښه حمام وکړي او د باکترياوو ضد صابون استعمال کړي.

وروسته بيا ډاکټر کولويرت د هغه ورور د بغل خولې چي بوی يې نه کاوه د هغه بل ورور د بغل په پوست پوري وموږلې او نتيجه ئې دا راووتله چي د هغه ورور چي بغل به ئې بد بوی کاوه، د بد بويي ستونزه بېخي له منځه ولاړه.

دغه ازموينه پر ۱۷ نورو کسانو هم وسوه او يوازي د يوه کس په استثنا سره په يوه مياشت کي د نورو ټولو کسانو د بغل بد بوی له منځه ولاړ.

اوس څېړونکي ډلي تلاښ کوي چي داسي لاري چاري ومومي، څو بې له دې چي د کورنۍ د غړي خولې وکارول سي باکترياوي جوړي کړي او دغه ستونزه له منځه يوسي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: