1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه اخراج شوي افغان مهاجر کابل ته ورسیدل

۱۳۹۶ آذر ۱۶, پنجشنبه

د آلمان له بیلا بیلو ایالتونو څخه رد شوي ۲۷ تنه افغانان د پنجشنبې په سهار کابل ته ورسیدل. د رپوټونو له مخې په اول وار په دغه ډله کې دوه کسان داسې هم ول چې د خطر پیښونکو اصطلاح ورته کارول کیږي.

https://p.dw.com/p/2oucA
Afghanistan afghanischen Flüchtlinge aus Deutschland sind in Kabul eingetroffen
انځور: DW/H. Sirat

له آلمان څخه یوه بله ډله اخراج شوي افغانان د پنجشنبې په سهار وختي د کابل هوایي ډګر ته ورسیدل. د مهاجرت نړیوال سازمان یا (آی او ام) یوه استازي شاه زمان، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې الوتکه د سیمې پر وخت سهار څه باندې اته بجې د کابل په هوایي ډګر کې کښته شوه. د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې په الوتکه کې ۲۷ تنه رد شوي مهاجر سپاره ول. دا له جنورۍ میاشتې راهیسې دوهم وار دی چې په یوه پرواز کې دومره ډیر رد شوي کسان استول کیږي. هغه مهال په الوتکه کې ۲۶ رد شوي مهاجر کابل ته لیږدول شوي ول.

په اول وار په دغو اخراج شوو کسانو دوه تنه داسي هم ول چې د خطر پيښونکي اصطلاح ورته کارول کیږي، او آلماني چارواکي داسې اټکل کوي چې ښایي په تروریستي اعمالو لاس پوري کړي. خو نوموړي خبري آژانس لیکلي دي چې په دې هکله د افغانستان اړخ ته کوم خاص تدابیر نه شته.

د آلمان خبري آژانس د افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو وزارت د یوه استازي فیض الرحمن خادم، له قوله لیکلي دي: «دلته هيڅوک پولیسو ته نه سپارل کیږي.» د هغه په خبره، دوی د مسافرو چاري په عادي ډول سر ته رسوي او هغوی ټول خپلو کورونو ته ستنیږي. دا چې پر دغو کسانو باندې څه ډول تورونه لګول شوي دي، لا روښانه شوې نه ده.

په می میاشت کې په کابل کې د آلمان سفارت ته څیرمه تر یوې خونړۍ چاودنې وروسته د آلمان ایالتونو افغانستان ته د اخرج لړۍ د جرمونو مرتکب شوو کسانو، د آلمان امنیت ته خطر پیښونکو او هغه کسان چې د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي، پورې محدوده کړه.

خو د مهاجرو فعالانو او مدافع وکیلانو د معلوماتو له مخې د اخراجیدونکو کسانو په نوملړ کې درې داسې ځوانان شامل وو چې په پورتنیو درو ګتګوریو کې نه راتلل. په دغو کسانو کې یو ځوان له بایرن ایالت څخه وو چې مسلکي زده کړې یې کولې. مدافع وکیلي مایرزني لازر، د چهارشنبې په شپه د پروسې په جریان کې د تیروتنې په هکله شکایت کړی دی.

د اخراج شوو کسانو زیاتره یې له بایرن ایالت څخه وو او یو تن له هیسن څخه. پر دې سربیره د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې څلور تنه نارينه له هامبورګ، څلور له بادن ووتمبېرګ، یو له راینلند فلڅ، یو د زانکس او یو ښایي له نورد راین ویستفالن ايالت څخه وو. د وړاندې شوو معلوماتو له مخې په کابل کې به دا خبره ارزول کیږي چې ایا د اخراج پر ضد خو کومه عاجله پریکړه موجوده وه، که چیرته دغسې کومه پریکړه موجوده وي نو استول شوی کس بیرته آلمان ته راستنول کیږي.

د فرانکفورت په هوایي ډګر کې د چهارشنبې په ماښام شا او خوا ۵۰۰ فعالانو د دغو کسانو د اخراج پر ضد احتجاج وکړ.

دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې راهیسې اتم وار دی چې رد شوي افغانان په ډله ایز ډول له آلمان څخه اخراجیږي. د آلمان د حکومت د رسمي معلوماتو له مخې په لومړیو اوو پروازونو کې ۱۲۸ تنه افغانستان ته استول شوي دي چې زیاتره یې ځوانان دي.

افغانستان ته د اخراج موضوع شخړه ایزه ده، ځکه چې ویل کیږي هلته د حکومت او وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو تر منځ کړکیچ زور اخیستی دی او په ټول هیوادد کې نښتې او بریدونه کيږي.

s.r/n.z (dpa)

زموږ له ارشيف څخه: