1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن افغانستان ته د ناټو د ۱۰۰۰ نورو سرتیرو استول غواړي

۱۳۹۶ مهر ۱۳, پنجشنبه

په ناټو کې د امریکا متحده ایالاتو نوي سفیري ویلي دي چې متحده ایالات به د ناټو له غړو هیوادونو څخه وغواړي چې ۱۰۰۰ نور سرتیري افغانستان ته واستوي. له دې مخکې امریکا څه پاسه ۳۰۰۰ امریکايي سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.

https://p.dw.com/p/2lHVT
Kay Bailey Hutchison
انځور: Getty Images/M. Wilson

په ناټو کې د امریکا متحده ایالاتو نوي استازې کي بیلي هاچیسون، ویلي دي چې د ناټو د غړو هیوادونو دغه سرتیري به د متحده ایالاتو د ۳۰۰۰ نویو سرتیرو تر څنگ  د طالب او نورو  یاغیانو ضد جگړه کې له افغان امینتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.

 له دې مخکې د ناټو چارواکو اعلان کړی وو چې د دغه سازمان ۱۵ غړو افغانستان ته د نویو سرتیرو د استولو له پاره چمتوالی ښودلی دی، خو د هغوی د شمیر په هکله جزئیات بربنډ شوي نه وو.

 هاچیسون یادونه وکړه چې متحده ایالات د ناټو د نورو اضافی سرتیرو په غوښتنه کې «پوره دقت» کړی دی. د متحده ایالاتو په نظر په افغانستان کې هغو سرتیرو ته اړتیا لیدله کیږي چې «ځانګړي ظرفیتونه» ولري.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ، په جولای کې د افغانستان د کوماندويی ځواکونو، هوایي ځواک او په پوځي اکادمیو کي د افغان سرتیرو رزول په افغانستان کې د ناټو روان ماموریت مهمه برخه وگڼله.

د ناټو یوه استازي ویلي دي چې په اوسني وخت کې په افغانستان کې د ناټو د حضور د لا پیاوړي کولو له پاره خبرې روانې دي او د اکتوبر په میاشت کې به دغه خبرې د کارپوهانو په سطح دوام پیدا کړي. په پام کې ده چې په نومبر میاشتې کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پر دغې موضوع هم بحث وشي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په افغانستان کې د واشنگټن د نوې ستراتیژی له اعلانولو سره دغه هیواد ته د اضاافي سرتیرو د استولو له پاره لاره هواره کړه.  له دې سره به څه د پاسه ۳۰۰۰ نوي  امریکايی سرتیري په افغانستان کې  له اوسني ۱۱ زرو سرتیرو سره یو ځاي شي.