1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې څومره مهاجر منل شوي دي؟

۱۳۹۶ آذر ۱۵, چهارشنبه

په آلمان کې د بهرنيانو د راجستر مرکز په تازه ګۍ سره په دغه هیواد کې د «پناه غوښتونکو» او «مهاجرو» شمېر خپور کړی دی. په دغو شمېرو کې هغه پناه غوښتونکي شامل نه دي چې حاضردمه يې د پناه غوښتنې چارې رواني دي.

https://p.dw.com/p/2oruo
Deutzschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge in Bingen am Rhein
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

په آلمان کې د بهرنيانو د نوم ليکنې په مرکز کې۵۸۰ زره کسان د مهاجر په توګه او ۴۱ زره نور د سياسي پناه غوښتونکو په توګه ثبت دي.

دغه معلومات د آلمان فدرالي حکومت، په پارلمان کې د کيڼ اړخ لور له خوا د يوې پوښتنې په ځواب کې وړاندي کړي دي. د دغې پوښتنې د ځواب نيټه د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر ۳۰مه ښودل شوې ده.

تر يادې نيټې پورې، هغه کسان چې «فرعي حفاظت» يا په آلماني «سوبسيديرن شوتڅ» يې ترلاسه کړي دي، شمير يې ۱۷۷ زرو ته رسيږي. د شاوخوا ۶۵ زره کسانو د پناه غوښتنې رد شوي دي، خو د «اخراج ممانعت» يې ترلاسه کړی دی. دغه راز ۱۶۳ زره کسانو بيا تحميلي اقامې يا «دولدونګ» اخيستي دي.

په ټوله کې په حدود د يو ميليون بهرنيان په آلمان کې راجستر شوي دي. دوی په دغه هيواد کې يا د اوږدمهاله او يا هم د موقتي اوسيدو اجازې ترلاسه کړي دي. د پناه غوښتونکو په توګه په منل شويو کسانو کې تر ټولو زيات يې ترکان، سوريايان او ورورسته ايرانيان دي.

هغه بهرنيان چې په آلمان کې د «پناه غوښتونکو» په توګه په رسميت پيژندل شوي دي، ډيره برخه يې هغه کسان دي چې له شپږو کلونو راهيسې يې په آلمان کې ژوند کړی دی. د دغو افرادو له ډلې څخه ۲۵۰۰ تنه يې سږکال بريالي شوي دي چې د اقامې اجازې ترلاسه کړي. ۷۲ سلنه پناه غوښتونکي بيا په دې توانيدلي دي چې د آلمان دايمي اقامې ترلاسه کړي.

هغه کسان چې د ژنيو کنوانسيون پر اساس د «مهاجر» په توګه ثبت کړل شوي دي، شمير يې ۴۵۳ زرو ته رسيږي. په دې ډله کې ۳۱۶ زره يې سوريايان، ۹۹ زره يې عراقيان او شاوخوا ۳۸ زره يې افغانان دي. په دغو مهاجرو کې تر ټولو ډیره برخه يې نارينه دي.

نژدې ۱۶۴ زره نور بهرنيان چې په آلمان کې د «مهاجر» په توګه منل شوي دي، ماشومان او هغه تنکي ځوانان دي چې ۱۸ کلنۍ ته لا رسېدلي نه دي.

دغه آمار ښيي چې په دې وروستيو څه کم شپږو کلونو کې د پناه غوښتونکو خلاف، د هغو کسانو شمير لوړ دی چې په آلمان کې د «مهاجر» په توګه منل شوي او دلته ژوند کوي. دا داسې معنی ورکوي چې د سياسي پناه غوښتونکو په شمير کې کمښت راغلی دی.

په مجموع کې ټول هغه کسان چې په آلمان کې د «مهاجر» په توګه منل شوي دي، ۸۰ سلنه برخه يې محدودې اقامې لري. د دا ډول حفاظت ابتدايي موده يو کال ده، چې بيا وروسته تمديديږي.

هغه افغانان او عراقيان چې د «فرعي حفاظت» حقوق يې ترلاسه کړي دي، شمير يې د پنځه رقمي عدد په محدوده کې دی. د هغو نارينه و چې «فرعي حفاظت» يې ترلاسه کړي شمير يې۱۱۰ زره دی.

په دغې موده کې په راجستر شويو بهرنيانو کې۶۰ زره يې هغه کسان دي چې تر ۱۸ کلونو ښکته عمر لري او تر شپږو کلونو لږ موده په آلمان کې ژوند کوي.

هغه افراد چې د «اخراج ممنوعيت» يې ترلاسه کړی يعنې د پناه غوښتنې يې رد شوي دي؛ خو د دلايلو له مخې يې هيوادونو ته نه اخراجيږي، اکثريت يې افغانان دي. په دې کټه ګورۍ کې يوازې ۳ زره سوماليايي مهاجر او ډير لږ شمير سوريايان شامل دي. په دې برخه کې د نارينه او ښځو شمير نژدې يو برابر دی.

تر ټولو زياتو کسانو ته چې تحملی اقامې يا «دولدونګ» ورکړل شوي دي، د سربستان، کوزوو او افغانستان دي. له دې ډلې څخه ۲۴ زره يې ۱۸ کلنۍ ته رسېدلي نه دي. په دغه شمير کې بيا ۲۲ زره يې هغه ماشومان دي چې عمرونه يې ۱۱ او يا تر ۱۱و هم ښکته دي.

rsh/af (KNA)/م. ک. ص

زموږ له ارشيف څخه: