1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: د فساد پر ضد پرمختګ شوی خو لا هم کار ته اړتیا شته

مسعود جهش
۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ کړی دی خو لا هم ډیر کار ته اړتیا شته.

https://p.dw.com/p/2lO8b
Eklil Hakimi, Minister of Finance of Afghanistan and Tadamichi Yamamot
انځور: Afghanistan Ministry of Finance

افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د افغانستان د مدني ټولنو استازو او خصوصي سکتور د پنجشنبې په ورځ د «لوړپوړو چاواکو په غونډه» کې ګډون وکړ او د افغانستان د اصلاحاتو د اجنډا په پرمختګ او لاسته راوړنو یې بحثونه وکړل. د غونډې ګډونوالو یو ځل بیا د افغانستان له اوږدمهاله پرمختګ سره خپل ملاتړ او ژمنه اعلان کړه.

د غونډې تر پای ته رسیدو وروسته، د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکمیی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو، چې په ګډه یې د غونډې مشري کوله یوه خبري کنفرانس ته خبرې وکړي.

اکلیل حکیمي دغه خبري کنفرانس ته وویل: «په بروکسل کنفرانس کې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې دوه اړخیزې ژمنې، په غور سره وڅېړل شوې چې موږ دغه ازموینه په بریالیتوب سره تر سره کړه.»

هغه زیاته کړه چې د افغان حکومت له خوا وړاندې شویو معلوماتو په ډیرو برخو کې د نړیوالو مرسته کوونکو قناعت ترلاسه کړ.

د غونډې په لومړۍ ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزې باندې ټینکار وکړ.

د پرمختیایي مرستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې یوه لویه اندیښنه په افغانستان کې د فساد لوړه کچه ده. دا په بروکسل کې له افغانستان سره د مرستو د وروستي نړیوال کنفرانس د بحث له مرکزي موضوعګانو څخه یوه وه چیرې چې ولسمشر غني ژمنه وکړه، چې له فساد سره به مبارزه کوي او نړیوالې ټولنې ته یې د حساب ورکولو ژمنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو، له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې روښانه کړه چې که څه هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې لا ډیر کار ته اړتیا شته، خو افغان حکومت په وروستیو کلونو کې لاس ته راوړنې لرلي دي.

هغه وویل: «موږ [له فساد سره د مبارزې] له هڅو او د هغو لاس ته راړنو راضی یو چې د دغو هڅو له مخې ترلاسه کیدای شي. خو آیا موږ تر دې زیات کار هم کولای شوای، البته چې د دې پوښتنې ځواب هو دی، خو ایا موږ تر دې ښه کار کولای شوای، شاید نه.»

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې پر وړاندې په ننګونو باندې ټینګار کاوه، هغه روښانه کړه چې له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې د اوسني افغان حکومت هلې ځلې، ډیرې هڅوونکې دي.

هغه وویل: «موږ دا هر څه ډیر هڅوونکي بولو. ځکه زه فکر کوم چې د لومړي ځل له پاره له اداري فساد سره په سمه توګه برخورد کیږي، او پرمختګ د رامنځ ته کیدو په حال کې دی.»

د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې له ۴۰ څخه د ډېرو هیوادونو، نړیوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو، د ملګرو ملتونو غیر دولتي بنسټونو، د دولتي خپلواکو بنسټونو، د مدني ټولنو او د افغانستان خصوصي سکتور استازو او د ملي شورا غړو ګډون کړی وو.