1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آریانا د شارجې د محکمې پریکړه ظالمانه بولي

۱۳۹۱ آبان ۱۳, شنبه

د آريانا شرکت چارواکو د متحده عربي اماراتو د یوې محکمې هغه پریکړه غندلې ده چې له مخي يې د دغه شرکت ټولې شتمنۍ ضبط شوي دي.

https://p.dw.com/p/16cEa
انځور: AP

د شارجې محکمې تیره اونۍ پریکړه وکړه، چې د آریانا هوایي شرکت ټولې شتمنۍ د هغه پور تر خلاصولو پوري په خپله ولکه کې ونیسي چې وایي په دغه شرکت یې لري.

د شارجې محکمې ویلي دي چې آریانا هوایي شرکت له دوی څخه لس میلیونه امریکايي ډالره پوره وړی دی او باید دغه پورونه د اډوایزر (Advisor) ګروپ شرکت ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس په کابل کې د آریانا شرکت مشرتابه وايي چې دوی له عربي شرکتونو پوره وړي نه دي، بلکې د پامیر ډیوالي شوی هوایي شرکت له اماراتو پوره وړی دی او د پامیر هوایي شرکت پړه باید پر دوی وا نه چول شي.

د آریانا شرکت رئیس نصیر حکیمي، له دویچه ویله سره په کابل کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی د اماراتو د دعوې اړخ نه دي او د اماراتو هوايي شرکت پر دې پوهیږي چې نور د پامیر شرکت شتون نه لري او د یو لړ جعلي اسنادو په را ټولولو یې دوی خپل مقابل لوری ټاکلی دی او پر ضد یې دعوی چلوي:

«د آریانا شرکت دومره وړوکی شرکت نه دی چې څوک يي په تیرو اوو کلونو کې پیدا نه کړي، په دې مانا چې هغوی وايي دا پيسې په ۱۳۸۳ کال کې تاسو له مونږ څخه پوروړي یاست او اوس یي دا لانجه را برسیره کړي ده، د شارجې د محکمې دا فیصله غیابي، غیر عادلانه او بي اساسه ده.»


د آریانا شرکت د رئیس په خبره د اماراتو د محکمې دغه پریکړه د دوی د شرکت د بدنامولو له پاره یوه نوي هڅه ده.

حکیمي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې دوی اوس د دغه لانجې له را برسیره کیدو وروسته د خپلو انلاین ټیکټونو پلورل په نړیواله کچه بند کړي دي او د بهرنیو چارو وزارت له لارې د دغې لانجې د ژر تر ژره حلولو غوښتونکي دي.

د آریانا شرکت مشرتابه د پامیر هوايي شرکت، چې دوکاله دمخه ډیوالي شوی دی، په دغه لانجه کې ښکیل بولي او وايي چې د اماراتو دولت باید له افغان حکومت سره اړیکه ونیسي نه دا چې دغسې یو طرفه پریکړه وکړي.

کابل/میرویس جلالزی
کتونکی: سید ریاض