1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آزاد سويو طالبانو بيرته جگړې ته مخه کړې ده»

۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبه

يو شمېر چاپي افغاني رسنيو ليکلي دي، چي د طالبانو ځيني هغه قوماندانان چي د افغان حکومت له زندانونو آزاد شوي يا تښتېدلي دي بيرته له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

https://p.dw.com/p/1676x
انځور: picture-alliance/dpa

په کابل کي سرنوشت او مشراکت ورځپاڼو د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی دئ، چي د حکومت له زندانونو څخه آزاد شوي طالب قوماندانان په هلمند او کندهار کي د تیرکال تر وروستیو پوري د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړانډي جنګېدل.

دغه اندیښني په داسي حال کي را برسیره کیږي چي دوې ورځي دمخه د بګرام زندان ټولي چاري افغان دولت ته وسپارل شوې.

د هغو طالب قوماندنانو چي تر آزادېدو وروسته ئې بیا وسلې ته لاس اچولی دئ رسنیو د ملا قیوم ذاکر، ملا مرتضی، ملا رحمت الله او په غزنوي مشهور ملا عزت نومونه اخیستي دي، چي وايي له زندانونو آزاد شوي او بیرته له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د امریکا سفارت پرون په کابل کي د یوې اعلامیي په خپرولو سره چي یوه کاپي ئې په کابل کي د دويچه ويله خبريال ته هم رسېدلې ده ویلي دي، چي د هغو نزدې۶۰۰ افغان بندیانو سپارنه ئې افغان حکومت ته ځنډولې ده، چي د کابل او واشنګټن تر ستراتیژيک قرار داد وروسته له یاغیانو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

څه موده دمخه د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم اعتراف کړی وو، چي یو شمیر خطرناک یاغي طالبان او د ترهګریزو بریدونو طرح د دوی له خوا تر نیول کیدو وروسته له محاکمې پرته بیرته آزاد شوي دي او اوس د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي.

څه موده دمخه د دغي ادارې د هغه وخت مشر رحمت الله نبیل، د بېلګې په توګه د هغه انجینیر تیښتي ته اشاره وکړه چي دوی په کابل کي د ترهګرو بریدونو له تر سره کولو دمخه نیولی وو:

«موږ داسي يو څوک ونياوه چي انجینیر وو او د بهرنیو چارو پر وزارت باندي ئې د برید پلان درلود، هغه د محکمي له مینځه په تیښته بریالی شو او اوس د پاکستان په ټل کي ناست دئ او بیا ځانمرګي بریدونه پلانوي.»

داسي هم ويل کيږي چي یو شمیر طالب بنديان د افغان حکومت او په خاصه توګه د ملي اردو تر کنترول لاندي زندانونو څخه د بډو ورکولو په بدل کي تښتېدلي دي.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت دا راپورونه نه تائيدوي. د دغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظیمي تيره ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۱۱) ناوخته په کابل کي له خبريالانو سره په خبرو کي وويل، تر اوسه پوري داسي معلومات نه لري چي ګواکي طالب بنديان دي د حکومت له زندانونو څخه تر تیښتي وروسته د یاغیانو له لیکو سره یو ځای شوي وي:

«موږ تر اوسه په دې اړه کوم ځانګړی راپور نه لرو، که چیري کوم دښمن له زندانه آزاد شوی وي او بیا ئې جګړه پیل کړې وي، په ریښتیا هم د اندیښني وړ خبره ده.»

په تیرو څو کلونو کي څو واري د افغان حکومت تر کنترول لاندي زندانونو څخه سياسي او جنايي بنديان تښتېدلي دي، چي په دې کي د کندهار له لوی محبس څخه دوه واري او له فارياب زندان څخه د تېښتو يادونه کولای شو.

د دې ندانونو د ماتولو په تور تر اوسه پوري نه څوک نيول سوي دي او نه ئې هم يادونه شوې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل