1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آزاد سوي بنديان د افغانستان له پاره گواښ نه دي»

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

له گوانتانامو څخه د پنځو طالب بندیانو د آزادیدو په تعقیب، د طالبانو د تقویه کیدو او د جگړې د زیاتیدو په اړه انديښنې مطرح شوي دي. خو د امریکا سفیر وایي چې د دغو بندیانو آزادیدل د افغانستان امنیت ته کوم گواښ نه پیښوي.

https://p.dw.com/p/1CBEv
انځور: DW

دغه پنځه تنه طالب بندیان، د قطر هیواد په منځگړتوب، د امریکایي عسکر برگدال، د تبادلې په پایله کې آزاد شوي دي. دغه کسان له گوانتانامو زندان څخه تر آزادیدو وروسته قطر هیواد ته سپارل شوي دي. برگدال، پنځه کاله د طالبانو په بند کې وو.

په افغانستان کې د امریکامتحده ایالاتو سفیر جیمز کننگهم، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د جون ۳) په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل: «موږ کوم داسي تړون نه لرو چې هغوی [آزاد شوي بندیان] افغانستان ته راولو. له دې سره همهاله دې ته توجه شوې ده چې هغوی دوحې ته ولاړ شي. زه د دې معاملې د جزئیاتو په هکله څه نه شم ویلای، خو ډاډه یم چې هغوی نور د امریکا او افغانستان له پاره کوم گواښ نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت، قطر ته د طالب بندیانو ورسپارل غندلي دي. افغان حکومت ویلي دي چي هیڅ بهرنی هیواد حق نه لري افغان وگړي له یوه بهرني زندان څخه بل خارجي زندان ته منتقل کړي.

د طالبانو د استخباراتو مرستیال عبدالحق وثیق، د طالبانو د دفاع وزیر مرستیال محمد فاضل مظلوم، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د طالبانو د بلخ والي نورالله نوري او په زابل ولایت کې د طالبانو د استخباراتي چارو مسئول محمد نبي عمري، د طالبانو وتلي او پوځي څېري دي چې د یوه امریکایي سرتیري د آزادیدو په بدل کې تبادله شوي دي.

توغندي بریدونو ته غبرگون

په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې د ستراتیژیکي موافقتنامې پر اساس، پر افغانستان باندي د پاکستان د توغندي بریدونو په برخه کې همکاري وکړي، د متحده ایالاتو سفیر ویلي دي چې هیواد یې پوځي غبرگون ته د جواب ویلو ژمن نه دی.

د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیک تړون په متن کې راغلي دي چې متحده ایالات به پر افغانستان باندي بهرنی تیری د انديښنې وړ گڼي او د دغسې یوې پیښي د رامنځ ته کیدو په صورت کې به دواړه اړخونه د خپلو اساسي قوانینو له مخې سیاسي، اقتصادي او نظامي اقدامات تر سره کوي.

خو کننگهم په دې اړه وویل: «د ستراتیژیکي موافقتنامې په تړاو، په اوسني وخت کې زه دغه سند په خپل مخکې نه لرم، خو د دغه تړون له مخې امریکایي ځواکونه د کوم پوځي اقدام تر سره کولو ته ژمن نه دي.»

په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هیواد به یې هڅه وکړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله دغه معضلې ته د پای ټکی کښېږدي.

د رپوټونو له مخې په وروستیو ورځو کې د پاکستان له خاوري پر کونړ ولایت باندي په توغنديي يرغلونو کې ډیروالی راغلی دی. افغان حکومت ویلي دي، په هغه صورت کې چې دیپلوماتیکي هڅي د دغو بریدونو د درولو په برخه کې کومه نتیجه ور نه کړي، د یوه پوځي غبرگون ښوولو ته چمتو دی.

په عین وخت کې د متحده ایالاتو سفیر دا هم ویلي دي چې هیواد به یې د ستراتیژیک تړون پر اساس د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د جیمز کننگهم په خبره، د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري به ۹۸۰۰ تنه امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاته شي. هغه زیاته کړې ده چې د امنیتي تړون د لاسلیکیدو په صورت کې به له ۲۰۱۶م کال وروسته هم په پوځي برخه کې د متحده ایالاتو همکاري ادامه ولري.