1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آزاد شوي کسان له سولې سره مرسته نه شي کولای»

خلیل الرحمان امید۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبه

افغان چارواکي وایي چې له گوانتانامو څخه آزاد شوي طالب بندیان په قطر کې بشپړه آزادي نه لري نو انتظار نه شي کیدای چې ژر دې د سولې په پروسه کې کوم نقش ولوبوي. کارپوهان هم دغې موضوع ته د شک په سترگه گوري.

https://p.dw.com/p/1CF1x
په قطر کې د طالبانو دفتر
انځور: AFP/Getty Images

د ګوانتانامو په زندان کې له تیرو ۱۳ کالونو راهیسې بندې طالب مشران د یوه امریکايي سرتیري په بدل کې هغه مهال خوشي کیږي چې افغان حکومت تر وروستیو شییو پورې هم له دې معاملې ناخبره وو. د افغانستان د سولی عالی شورا د دغو بندیانو له خوشی کیدو سره د افغانستان د سولی بهیر د پیل هیله څرگنده کړه. خو اوس افغان حکومت وایی چی دغه بندیان په قطر کې داسې آزادي نه لري چی انتظار یې کیده.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغنی، د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال څرګنده کړه چې د پنځو طالب مشرانو تش په نامه خوشي کول ورته د منلو وړ ځکه نه دي چې دغه طالب مشران د هغه په خبره له ګوانتانامو څخه خوشي خو په قطر کې نظر بند دي: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له پیله تر دې دمه د ګوانتانامو او ټولو هغو زندانونو مخالف دی چې د افغانانو آزادي ورنه اخلي او هغه څه چې د افغان دولت د انتقاد او احتجاج سبب شوي دا دي چې په کوم حق امریکا متحده ایالاتو پنځه تنه افغان وګړي په بهر کې له یوه زندان څخه بل زندان ته استولي دي.»

مستغنی وویل چې اوس هم د طالبانو دغه مشران زندانیان ښکاري او تر اوسه پورې ورسره اړیکه نه ده نیول شوې. هغه زیاته کړه چې په رسمي ډول یې له امریکا او د قطر هیواد له دولتونو څخه غوښتي دي چې د دغو کسانو په آزادولو او خپلو کورنیو ته د هغوی د سپارلو په برخه کې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې افغان شنونکی ولی الله شاهین، چې د قطر د دفتر او طالبانو حالات یې څیړلي وايي چې گمان نه کیږي د طالبانو دغه خوشې شوې کسان دې د سولی په پروسه کې مرسته وکړي ځکه هغوی له حالاتو لیرې ساتل شوي او اوس وخت ته اړتیا لري: «د دې طالبانو راخوشي کول به فکر نه کوم چې په سوله او جګړه کوم اغیزه ولري ځکه د طالبانو د خبرو کسان معلوم دي. هغوی د قطر په دفتر کې د ملا محمد عمر په استازیتوب هلته ناست دي او هغوی د خبرو کولو پوره صلاحیت لري نو د دې خلکو شتون او نه شتون به که طالبان د سولې په اړه خبرې کول وغواړي اړین نه وي.»

د قطر حکومت چی د یوه امریکایي زنداني او د دغو طالبانو د خوشی کیدو په معامله کې یې مینځگړیتوب کړی، واشنگتن ته ژمنه ورکړې چې دا طالبان به لږ تر لږه یو کال په قطر کې پاتې شي. د ګوانتا نامو له زندان څخه
خیر الله خیر خواه ، نور الله نوري، ملا محمد فاضل، عبدالحق وثیق او محمد نبي عمري د امریکایي سرتیري بو بیرګدال په بدل کې آزاد شوي دي.

په عین وخت کی د امریکا کانگرس هم د ولسمشر اوباما د دغی معاملې پر وړاندی سخت غبرگون ښولی دی او له گوانتانامو څخه د دغو پنځو افغان طالبانو خوشي کول یې له «ترهگرو سره د خبرو اترو» په معنی گڼلي دي. د کانگرس ځینو استازو آن اوباما د قانون په ماتولو تورن کړی دی ځکه دغه کسان یی د کانگرس له خبرتیا څخه پرته خوشې کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب