1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آسترالیا په قصده د مهاجرو سره بد چلن نه دروي»

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د بشر حقونو دوه سازمانونه وايي چې استرالیا په عمدي توګه، په «ناور» ټاپو کې مهاجرو پر وړاندې د بدرفتاریو مخنیوی نکوي. هغوی وايي استرالیا غواړي په دې توګه د «ناور» ټاپو ته د نورو مهاجرو د ورتلو مخنیوی وکړي.

https://p.dw.com/p/1JbLa
Manus Island Australisches Lager zur Flüchtlingsinternierung
انځور: picture-alliance/dpa/E. Blackwell

د «عفوي نړیوال سازمان» او د «بشري حقونو څخه د څار نړیوالې ادارې»، د چهار شنبې په ورځ، د مهاجرو په هکله د استرالیا هیواد پر سلوک او تګلارې نیوکه وکړه، دوي ویلي دی چې دغه هیواد هغه مهاجر چې د قایقونو په ذریعه خپل ځانونه استرالیا ته رسوي، بیرته یې د « نوي پاپوګیني» یا «ناور» ټاپوګانو ته استوي.

خو استرالیا د یادو سازمانونو دغه تورونه رد کړي او د مهاجرت په تړاو یې په خپله تګلاره ټینګار کړی، چې ګواکې د آرام سمندر په ټاپو ګانو کې د مهاجرو ساتنه کوي.

د «عفوي نړیوال» او «د بشر له حقونو څخه د څار» نړیوالو سازمانونو په خپلو تازه بیاناتو کې پر استرالیا نیوکي کړي او ویلي دي چې مهاجر «په ناور ټاپو کې له بد او غیرانساني چلند څخه رنځ وړي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.12.2015):


«په جدي توګه بد سلوک»

دغه نړیوال سازمانونه وايي چې «مهاجرو سره په جدي توګه بد سلوک کیدل او د استرالیا لوري ورته نه رسیدګۍ کیدل؛ داسې ښيي چې استرالیا دې دغه سیاست په عمدي توګه اختیار کړی وي تر څو یې هیواد ته د قایقونو له لارې نور مهاجر نه وي ورغلي.»

داکترانو، له مهاجرو څخه ملاتړ کونکو او وکیلانو هم تر دې مخکې د آرام سمندر په ټاپوګانو کې د مهاجرو د تم کولو پر مسئلې نیوکې کړې دي. دغو ملاتړ کونکو ویلي وو، چې د یادو ټاپوګانو په کمپونو کې میشت مهاجر، له سختو ستونزو او جنسي تیریو له کبله رنځ وړي.

څیړونکی مایکل بوچنیک، چې تیره میاشت ناور ټاپو ته تللی او هلته یې له ۸۴ تنو مهاجرو سره مرکې کړې؛ وايي:« داسې ښکاري چې په نارو کې په دوامداره توګه د بد رفتاریو له لارې تر نهایی حده پورې د مشرانو او حتی ماشومانو زورونه، د استرالیا له اهدافو څخه یو وي.»

ژوند که «بندي خانه»

کومو مهاجرو سره چې بوچنیک مرکې کړی دي، ډیری یې له ایران، عراق، سومالیې او افغانستان څخه ول. دغو کسانو د بشر حقونو د دفاع نړیوال سازمانونو ته ویلي دي چې دوي د ډير بد حالت او اندیښنو سره مخ دي او نشي کولای خوب وکړي. دغه کسان دغه راز د افسردګۍ په اوږدمهاله او د حافظي له لاسه ورکولو په لنډمهاله ناروغیو اخته شوي دي. دوي د خپل ژوند شرایط د « بندي خاني» په توګه ښودلی دی.

یوې ښځې، څیړونکو ته ویلي دي:« دلته خلک واقعي ژوند نلري. مونږ یوازې نفس وکاږو. مونږ د ژونديو په بدن کې مړې ارواح ګانې یو. مونږ هیڅ ډول هیلې یا انګیزې نلرو.»

د استرالیا حکومت ویلي دی، چې د «عفوې نړیوال سازمان» په دې برخه کې د دوي د مهاجرت له ادارې سره مشوره نده کړې. د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې «د مهاجرت ادارې د دغو تورنو زیاتې برخې په کلکه رد کړي دي.»د محکمې په حکم تړل کېدنه

له تیرکال راهیسي مهاجر دا حق لري چې د ناور په ورکوټي ټاپو کې په آزاده توګه تګ راتک وکړي. خو څیړونکي وايي چې له کمپونو څخه بهر حالت « نفرت لرونکي» دی. په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د سیمي یو شمیر اوسیدونکي مهاجر وهي ټکوي، جزېې ورڅخه اخلي او تیري ورباندي کوي.

د استرالیا محافظه کاره حکومت د دغو ټولو نیوکو سربیره، د مهاجرت په برخه کې له خپلې تګلارې په ټینګه دفاع کوي او وايي چې د مهاجرو سیلونو له ورتلو او دغه راز په سمندر کې یې د هغو له ډوبیدو څخه مخنیوی کړی دی.

خو مهاجر او خبریالان وایي چې د نوي ګيني او ناور کمپونو ته لاسرسی امکان نلري، دوی وايي یوازې یو شمیر د دوی، په وروستیو کلونو کې پر دې توانیدلي وو چې له دغو کمپونو څخه لیدنه وکړي.

د «استرالیا د مهاجرت ادارې» د آمارو له مخې، اوسمهال ۴۴۲ تنه مهاجر د ناور او ۸۵۴ تنه نور په مانوس ټاپو کې ساتل کیږي.

خو نوی پاپو ګیني وايي چې د مانوس ټاپو کمپ وروسته له هغې چې د سترې محکمې لخوا غیرقانوني وپيژاندل شو، تړل شوی دی. د بن لومي په نوم یو وکیل وویل چې د نوي پاپوګیني سترې محکمې اوس له استرالیا څخه غوښتي دي چې تر پنجشنبې ورځ پورې مهاجرو ته یو نوی هستوګن ځای برابر کړي.

آرشيف انځور: په مانوس جزيره کي د مهاجرو کمپ
آرشيف انځور: په مانوس جزيره کي د مهاجرو کمپانځور: Reuters/Refugee Action Coalition