1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانان د ملي يووالي ورځ څرنگه لمانځي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مهر ۱۱, جمعه

هر کال د اکتوبر میاشتې دریمه نېټه آلمان د یووالي ورځ لمانځي. خو په دې اړه تل بحثونه موجود دي چې دغه ورځ څرنگه ولمانځل شي. سږ کال د آلمان په بن ښار کې د ملي یووالي ورځي په مناسبت جوړ شوی نندارتون هم د دې څرگندوي کوي.

https://p.dw.com/p/1DPHO
انځور: picture-alliance/dpa

د ۶۲ سلنه آلمانانو له پاره دا مهمه ده چې یوه ملي رخصتي ولري. خو پوښتنه دا ده چې دغه ورځ څرنگه ولمانځل شي؟ یوازي پر تلویزون د ولسمشر وینا؟ دا هغه څه دي چې ډیری آلمانان یې په اړه موافق دي.

خو د دې هیواد د نفوس یوازي ۴۳ سلنه خلک د دې هیله لري چې دغه مراسم د آلمان په پارلمان کې ولمانځل شي. همدومره سلنه خلک بیا په موزیمونو کې د آلمان د تاریخ په هکله د نندارتونو جوړولو غوښتونکي دي.

د «آلمان د فدرالي جمهوریت د تاریخ کور» په نوم مرکز اوس غواړي چې دغه غوښتنه عملي کړي. دقیقاً د آلمان د ملي یووالي په ورځ د بن ښار موزیم غواړي چې د یادون په دغه ورځ «مراسم یا مېلې» په نوم یو نندارتون پرانيزي. دغه نندارتون چې د ۲۰۱۵م کال د اپریل میاشتي تر شپږمي نېټې پوري یې سړی ننداره کولای شي، د آلمان د کلتور په یادون کې مهم نقش لوبوي.

د۱۹۹۰م کال د اکتوبر میاشتې پر دریمه نیټه ختیځ آلمان يا د آلمان دیموکراتیک جمهوري (DDR) په رسمي توگه له فدرالي آلمان سره یو ځای شو. له دغه نېټې راهیسې هر کال آلمانان «د آلمان د ملي یووالي ورځ» د ملي رخصتۍ په توگه لمانځي. خو دا چې تر۱۹۹۰ کال د مخه څرنگه وضعیت وو؟ آیا هغه وخت هم یوه ملي رخصتي موجوده وه؟

د جون ۱۷؟ د نومبر ۹؟ او د اکتوبر دریمه!

د ۱۸۷۱م کال د جنورۍ میاشتي پر ۱۸مه نېټه د ورسای ښار د هندارو په ماڼۍ کې امپراطورۍ د آلمان د ملي دولت د زیږیدو اعلان وکړ.

تر دې لږ څه وروسته ولس د دغي ورځي د ملي رخصتۍ د نومولو غوښتنه وکړه. خو پاچا ویلهیلم اول، له دې سره موافق نه یو: پوره ۱۷۰ کاله دمخه (۱۷۰۱م کال د جنورۍ میاشتې ۱۸مه) د پروس د لومړني پاچا د تاج پر سرولو مراسم ترسره شوي ول او ویلهیم غوښتل چې د جنورۍ میاشتي ۱۸مه نېټې ته د تاج پوشۍ له دغو مراسمو سره تړاو ورکړي.

بالاخره د آلمان په وایمار جمهوري کې د اگست میاشتې ۱۱مه نېټه د ملي رخصتې د ورځي په توگه اعلان شوه. چې د آلمان د رایش جمهوري ولسمشر فریدریش اېبرت د ۱۹۱۹م کال په دغه ورځ د آلمان نوی اساسي قانون لاسلیک کړ.

Ausstellung Festakt oder Picknick - Deutsche Gedenktage
انځور: DW/C. Christ

له ۱۹۳۳م کال وروسته د نازي رژیم پر مهال د می میاشتي لومړۍ نېټه «د آلمان د ولس ملي رخصتۍ» په توگه ونومول شوه. تر دوهمې نړیوالې جگړې وروسته بیا په ختیځ او لویدیځ آلمان کې دوې بېلا بېلې ملي رخصتۍ وې.

په ختیځ آلمان کې د اکتوبر ۱۷ چې په ۱۹۴۹م کال کې د دغه هیواد د تأسیس ورځ د ملي رخصتې په توگه لمانځل کیده او په لویدیځ آلمان کې د جون ۱۷ یعني په ۱۹۵۳م کال د ستاليني رژیم پر وړاندي د ختیځ آلمان د وگړو د مقاومت د یادون ورځ د ملي رخصتۍ د ورځې په توگه لمانځله.

د ۱۹۸۹م کال د نومبر میاشتې پر نهمه نېټه د برلین دیوال ونړېد او بیا د اکتوبر دریمه نېټه د ملي یووالي د رخصتۍ په توگه اعلان شوه.

د ۶۳ سلنه آلمانانو له پاره دا مهمه ده چې د دغي تاریخي ورځي یادون ژوندی وساتلای شي. خو په دغو مراسمو کې فعاله ونډه اخیستل یوازي د لږو آلمانانو له پاره مهمه ده، دا ځکه چې ۴۶ سلنه یعنې کابو نیمایي آلمانان په دغه ورځ «څه خاص کول» نه غواړي او ۲۹ سلنه خلکو ویلي دي چې غواړي پر دغه ورځ «پوره خوب» وکړي. په دغه ورځ د ټول آلمان په سطحه بېلابېل جشنونه او غونډې تر سره کیږي.

د «آلمان فدرالي جمهوریت د تاریخ کور» په نوم له مرکز څخه ډاکټره تویا روت وایي: «د اکتوبر دریمه هم جشن دی او هم مېله. د هغه وخت صدراعظم هلموت کول د اکتوبر د دریمې نیټې د پریکړې پر وخت تل پر دې خبره ټینگار کاوه چې دا د مني د موسم له یوې داسې ورځې سره برابره ده چې ښه هوا لري او وگړي ترې د جشن او میلې د ورځې په توگه استفاده کولای شي.»