1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانان په اروپايي ټولنه کې له یوازيتوبه بیریږي

کريستوف هاسلبخ/ ب.ص۱۳۹۵ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمه انګيلا میرکل په اروپايي ټولنه کي د بريتانیا د پاتېدو له پاره ډيره هڅه کوي. نه یوازي صدراعظمه، بلکي د آلمان وګړي هم. ځکه د بريتانیا په وتلو سره به دوی یو مهم شریک له لاسه ورکړي.

https://p.dw.com/p/1J6ll
انځور: dpa/Denis Closon

په عمومي توګه د آلمان سیاستوال د بريتانیا په اړه بحث کې برخه نه اخلي. دوی ویره لري چې دا کار به د هغو کسانو ملاتړ نور هم پياوړی کړي چې له اروپايي ټولني څخه د بريتانیا د وتلو پلوي کوي.

خو تازه نظر پوښتنو چې وايي د بريتانیا وتل ښايي امکان ولري، په برلین کې یو ډول وارخطايي خپره کړې ده. د آلمان حکومت دې ته سخت لیوال دی چې بريتانیا په اروپايي ټولنه کې پاته شي.

مرستیال لومړي وزیر زیګامر ګابریل، لا دمخه خبرداری ورکړی دی چې له اروپايي ټولني څخه د بريتانیا وتل به د دواړو اړخونو له پاره «دراماتیکې اقتصادي او سیاسي پایلي ولري.»

د اروپا په پارلمان کي د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند غړی دیود مک ایلستر چې د بريتانیا تابیعت هم لري ويلي دي: «په پوره باور سره وایم چې اروپايي ټولنه به بې له بريتانیا یوه ښه ټولنه نه وي. بريتانیا په دودیز ډول د خپل منځي تجارت تحریکونکی ځواک دی. دوی ډیر عالي دیپلوماتیک خدمات لري او یو قوي پوځ.»

د آلمان د اولس یوه لویه برخه هم دا هیله لري چې بريتانیا د ټولني برخه پاته شي. د دويچه ويله په نوښت د ترسره شوي یوې نظر پوښتني پايلي ښيي چې د ټولو پوښتل شویو تقریباً ۷۸سلنه ئې دغه هیله څرګنده کړې وه.

ګډ ارزښتونه

د بريتانیا حکومتي محافظه پال ګوند که څه هم د اروپايي ټولني د غړیتوب په اړه سره ویشتل شوی خو د صدراعظمي انګيلا میرکل او په عمومي توګه د آلمان په اړه ډير ښه نظر لري.

د اروپا په پارلمان کې د محافظه پال ګوند پخوانی مشر مارتین کالانان چې اوس د بريتانیا د سنا مجلس غړی دی، څه موده مخکي له دويچه ويله سره په خبرو کې وویل: «میرکل په یو لړ مهمو پوښتنو کې کامیرون ته ورته نظر لري. د اقتصاد په برخه کې کله چې د خلاصو بازارونو او آزادې سوداګرۍ او د بودجې پر سره خبره وي نو د بريتانیا د محافظه پالو او د برلین د حکومت نظرونه تل ډیر نزدې وي.»

کالانان حتې د یوه طبیعي ائتلاف خبره وکړه. هغه وویل: «بريتانیا او آلمان دواړه کرار کرار د شمالي اروپا په مشرانو بدلیږي، په داسې حال کې چې فرانسه د جنوبي اروپا د مشرتوب پر لور روانه ده.»

د اروپا په سرحدونو کي مهاجرين
د اروپا په سرحدونو کي مهاجرينانځور: Reuters/M. Djurica

د مهاجرو بحران، مهم بدلون

خو د مهاجرو بحران یو کړکېچن پړاو وو. له دې مسئله سره د میرکل او کامیرون بیخي مخالف چلن د دواړو ترمنځ موجود ټول ورته والی له منځه يووړ. په داسې حال کې چې میرکل د پرانستو دروازو سیاست پر مخ وړ او مهاجرو ته یې هر کلی وای، کامیرون د فرانسې په کالې کې هغو مهاجرو ته د سفر اجازه ور نه کړه چې بريتانيا ته يې د رسیدو هڅه کوله.

په بريتانیا کې هم له اروپايي ټولني څخه د وتلو د بحث په ترڅ کې غیر قانوني مهاجرت هغه موضوع ده چې نقش یې پریکړنده دی.

د وتلو پلویان د میرکل د مهاجرو سیاست ته ګوته نیسي. بريتانوي تاریخپوه انتوني کلیس د تیر کال په مني کې آلمان ته د مهاجرو د راتګ لړۍ د اوج پر وخت ویلي ول: «ډېر بريتانویان په دې آند دي چې آلمان لیونی شوی دی.»

که دا کار وسي څه کيږي؟

دا چي ډېری آلمانان ولي غواړي چي بريتانيا په اروپايي ټولنه کي پاته سي، د کارپوهانو په اند يو دليل ئې دا دی چي د بريتانيا وتل به پيلامه وي او د دغي ټولني د نورو هيوادونو به هم دې ته پام سي.

په هرحال آلمان به د اقتصادي او مالي ستونزو په برخه کي د مبارزې يو پياوړی همکار له لاسه ورکړي.