1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:اوکرايني کورنۍ د سوريانو په نوم قبولي اخيستې

۱۳۹۶ تیر ۴, یکشنبه

آلمان د اوکرايني کورنۍ چې ځان يې سوريايي ښوولی وو قبولي بيرته اخلي. دا د يادي کورنۍ د دروغ ښکاره کيدو وروسته. اوس به محکمه په دې اړه څه پريکړه کوي. بشپړ مطلب دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/2fLOB
Justitia mit  Waage und Schwert in Görlitz
انځور: picture alliance/dpa/W. Rothermel

هر څه له درواغو پیل شول. د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر مياشت کې يوه اوکرايني کورنۍ آلمان ته راغله او د داسې يوې سوريايي کورنۍ په نوم چې ګواکې تر تعقيب لاندې ده، د پناه غوښتنه يې ورکړه.

د آلمان د مهاجرت ادارې د ۲۰۱۵ کال په مارچ مياشت کې د دغې کورنۍ د پناه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ. دغې ادارې په دې اړه خپل تصميم، مهاجرو ته د رسيدګۍ د کتبي بهير له مخې ونيوه.

د دغې کورنۍ غړي د پناه غوښتنې پر وخت مرکو ته ونه غوښتل شول. خو اوس يې چې درواغ افشا شوي، د آلمان د مونستر ښار محکمه په دې اړه خپله پريکړه کوي.

د افشا کيدو دليل

وروسته له هغې چې دغې کورنۍ د آلمان د مهاجرت ادارې لخوا په  نورنبرګ کې د قبولۍ مثبت ځواب ترلاسه کړ، «لويديځ مونسترلند» کې د مهاجرو يوه کمپ ته وليږدل شوه.

ترلاسه شوي اسناد ښيي چې دغو اوکرايني اتباعو به د نورو مهاجرو پر وړاندې پر دې وياړ کاوه چې سربيره پر دې چې په عربي ژبه خبرې نه شي کولای په رسميت پيژندل شوي دي. هغوی نورو مهاجرو ته ويل چې د آلماني چارواکو غولول څومره يو اسانه کار دی.

د مونستر محکمه وايي چې د دوي دغه څرګندونې بلاخره تر دوې ورسيدې چې دې سره «مهاجرو چارو ته د رسيدګۍ ادارې» ورباندې د فدرال آلمان د مهاجرت اداره خبره کړه.

د آلمان د مهاجرت ادارې د ۲۰۱۶ کال د اپريل مياشتې په ۱۳مه د دغې کورنۍ قبولي بيرته واخيسته کوم چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲ مه يې ورکړې وه. دې سره دغې اوکرايني کورنۍ آلمان کې د پناه حق له لاسه ورکړ او غوښتنه يې رد شوې.

اوس دغې کورنۍ د آلمان پر تصميم شکايت کړی او د « اعتماد ساتنې» اصل ته يې رجوع کړې ده. د دغه اصل له مخې، هغه اتباع چې پر حاکم نظم او قانون باندې اعتماد لري، باید وساتل شي.

اوکرايني کورنۍ به محکمه وګټي؟

د مونستر محکمې وياند اولريش لاو پر دې ټينګار وکړ چې هر څوک په محکمه کې د شکايت او د خپل ځان د دفاع حق لري.

د سياست او عمومي چارو ادارې پروفيسور فابيان ويتريګ هم په همدې عقيدې دی.

هغه وايي: « اما دا چې شکايت کوونکي د آلمان د مهاجرت ادارې ته د مونستر محکمې پر «لمړنۍ» پريکړې ټينګار کوي، بيشرمانه ده. ځکه دغې ادارې د هغو د دروغجنو اطلاعاتو پر اساس چې «دوي يې په اختيار کې لري» خپله پريګړه کړې ده، په دې اساس شاکي نشي کولای د «اعتماد ساتنې» اصل ته رجوع وکړي».

ويترک دا يوه « ډيره عجيبه» قضيه بولي. هغه وايي، دا درسته ده چې دولتي اداراو کې د نيول شويو پريکړو تصحیح کول اسانه کار ندی؛ ځکه اتباع بايد له دې بابته ډاډمن وي چې کله يو ځل په يوه دولتي اداره کې يوه پريکړه ترسره او اعلانيږي، بيا نشي کيدای چې په اسانۍ سره دې بيرته وګرځول شي»

په ټوله کې ويتريک په دې باور دی چې دغه اوکراينۍ کورنۍ به محکمه ونه ګټي: هغه زیاتوي« مونږ به وګورو چې شاکي نور امکانات هم په لاس کې لري، که نه. ښايي هغوي به د مهاجرت اداره د بوروکراسۍ په بهير يا د قانوني مهلتونو د نه رعايت په باب تورنه کړي».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.02.2016):