1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني عسکر بايد په کراره کراره د افغانستان څخه راووزي

۱۳۸۸ آبان ۴, دوشنبه

د جرمني د زرغون ګوند ترډيرو جروبحثو وروسته په خپله ګوندي کنګره کښي فيصله وکړل ،چه آلماني عسکر بايد تر 2013 عيسوي کال پوري د افغانستان څخه راووزي

https://p.dw.com/p/KFXG
د زرغون ګوند دوه مشران کلاوديا روټ او سيم اوزده مير
د زرغون ګوند دوه مشران کلاوديا روټ او سيم اوزده ميرانځور: AP

د جرمني د زرغون ګوند غړو ددوهمي پلا دپاره په روستوک کښي د خپلي کنګرې پر مهال د افغانستان پر ماموريت باندي يو دبل سره د نظر اختلاف ښکاره کۍ . دقيقأ اته کاله دمخه ،يعني د طالبانو تر سقوط وروسته په مني کښي دوی همدغه کار کړی ؤ .

هغه وخت د جرمني زرغون – سور اييتلافي حکومت فيصله کړې وه ،چه آلماني پوځ دي د بين امللي ترهګرۍ پر ضد عملياتو ته وليږل سي ، يعني افغانستان ته هم . خو اوس اکثره زرغونيان ددغه ګوند دپارلمان د وکيل اميد نوري پور سره دا نظر شريکوي ،چه وايي،

« د جرمني د امنيت څخه په هندوکش کښي دفاع نسي کيدلای . »

هغه اميد چه زرغونيانو اته کاله دمخه د آلماني پوځ د ماموريت سره تړلی ؤ، اوس تر ډيره حده پوري د مايوسۍ سره مخامخ سوی دی .

د بيا آبادولو په برخه کښي پر ډيرو پرمختګونو سربيره په افغانستان کښي اوس هم سخت جنګونه روان دي ، او طالبان د پرمختګ په حال کښي دي . ځکه نو د 4000 آلماني عسکرو ماموريت لکه تر اوسه پوري چه ؤ ،ادامه نسي پيدا کولای . ددغه ګوند مشره کلوديا روټ پدې هکله وايي ،

«موږ غواړو په 2010 عيسوي کال کښي په چټکۍ سره د بيرته راوتلو يو مشخص پلان جوړ ، هغه پدغه پارلماني دوره کښي پياده ، او پدې ډول په کراره کراره سره بين امللي قواوي راووزي . »

خو لکه څنګه چه د زرغون ګوند رهبري يې ادعا کوي، د قواوو دغه راوتل نبايد په تلوار سره تر سره سي . افغانستان پيژندونکی ټوم کوينيګ وايي چه اوس لا وختي دی ،چه افغانستان يوازي پريښوول سي . دی اضافه کوي ،

« ليکن موږ مجبوره يو چه افغاني حکومت هم دمشخصو وظايفو په درلودلو سره مکلفه کو،او ددې مسؤليت پر غاړه واخلي ،تر څو په کراره کراره د امنيت د ساتلو غم پخپله وخوري . »

Deutschland Wahl Gruene Kuenast Trittin
انځور: AP

د زرغون ګوندپه کنګره کښي ځينو استازو د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د ژر تر ژره راوتلو غوښتنه وکړل ، او لکه څنګه چه اولي کرېمر وايي ، پداسي حال کښي چه ناټو په دوامداره ډول اضافه عسکر افغانستان ته ليږي ، خو بيا هم ډير ځايونه د طالبانو تر ولکې لاندي دي ،او کنټرولوي يې . ځکه نو بايد آلماني عسکر د 2010عيسوي کال تر دوبي پوري راووزي . دی اضافه کوي ،

« دا اوس هميشه ويل کيږي ،چه که موږ راووزو ،نو هلته به داخلي جنګ شروع سي . خو بايد پوښتنه وسي ،چه اوس هلته څه خبره ده . دا هم طبعأ يو داخلي جنګ دی ، خو سوال يوازي دادی، چه آيا هغه دي د ناټو او آلماني پوځ په ګډون يا نه ګډون کښي تر سره سي . دا هغه خبره ده چه موږ ورسره مخامخ يو ،او نه دا چه ووايو ،هلته داخلي جنګ شروع کيږي . »

خو په آخره کښي د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د ژر راوتلو طرفداران کاميابه نسول . د جرمني په پارلمان کښي به نو اوس د زرغون ګوند فراکسيون د نوي حکومت څخه وغواړي ، چه هغه د بيا آبادولو په لار کښي ډير ګامونه پورته، او د ملکي خلګو ساتنه او حمايه وکي .

په عين حال کښي بايد د بيرته راوتلو پلان هم جوړ او پارلمان ته تقديم سي .

ويرک هويزر/

کتونکی : محمد قاسم نوري