1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني عسکر د جرمنيانو د لږ حمايې او ملاتړ څخه شکايت لري

۱۳۸۸ مرداد ۹, جمعه

د جرمني عسکرو دپاره په افغانستان کښي وضع ډيره خرابه سوې ده . دغه خبره پرون په هامبورګ کښي چاپيدونکي مجلې سټرن(ستوري) کښي خپره سوي ده ...

https://p.dw.com/p/J0r2
په کندوس کښي جرمني عسکر،چه د يوه مکتب په جوړولو کښي برخه اخلي
په کندوس کښي جرمني عسکر،چه د يوه مکتب په جوړولو کښي برخه اخليانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

مجلې د څلورو تنو د جملې څخه د درو هغو پراشوټي عسکرو د خولې رپوټ ورکړی دی ،چه د جولای د مياشتي په شروع کښي د جرمني دصدراعظمي انګيلا ميرکل لخوا ورته د زړورتيا افتخاري مډالونه ورکول سوي وه .

28 کلن بريدګي هينري لوکاس د مجلې سره په خبرو کښي ويلي دي ،چه آلماني ځواکونه د پرله پسې خطر سره مخامخ دي . هره ورځ موږ ته اخطارونه راکول کيږي ،او « موږ کوښښ کوو ،مخکښي تر دې چه يو څوک پر موږ يا زموږ پر قرارګاوو باندي حملې وکي ،د هغه مخنيوی وکو . ددې کبله موږ هلته يو . »

د بلي خوا بيا عسکر د آلماني پوځ د عملياتو څخه د جرمنيانو پر لږ حمايې او ملاتړ باندي انتقاد کوي . وايي ،هر هغه څوک چه شعار ورکوي « د افغانستان څخه راووزۍ » يوازي « هغه ځوانان تغذيه کوي چه پر موږ باندي حملې کوي » .

جرمني ټانکونه
جرمني ټانکونهانځور: picture-alliance/ dpa

پداسي حال کښي چه امريکايان د خپلو عسکرو څخه ملاتړ کوي ،بيا زموږ په هيواد جرمني کښي خلګ يوازي هغه وخت وطن پرسته کيږي ،کله چه جرمني د فټبال بازي کوي .

ده پوځي نښانونه او مډالونه د نظامي عملياتو دپاره ښه وبلل ،او د صدراعظمي لخوا د مډالونو ورکول يې ددغه کار دپاره يوه ښه نخښه وبلل .

Dpa/

کتونکی : محمد قاسم نوري