1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني محکمه: سوریايي مهاجرین به نور په اسانه نه منل کیږي

۱۳۹۵ آذر ۴, پنجشنبه

د آلمان یوې ښاري محکمې پریکړه کړې چې له دې وروسته به سوریايي مهاجرو ته بشپړه پناه نه ورکوي او د دې پرځای به په ټیټه درجه کې دوی ته پناه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2TBwL
Schleswig-Holstein Prozess Schutzstatus syrischer Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

د دې نوې پریکړې په اساس سوریايي مهاجرین نه شي کولای چې د دوو کلونو په موده کې خپله کورنۍ آلمان ته وغواړي. د آلمان په شلیسویګ سیمه کې یوې آلماني محکمې پریکړه کړې چې له دې وروسته به آلماني چارواکي سوریايي کډوالو ته بشپړه د پناه غوښتنه نه تاییدوي او دوی به د پناه غوښتنې په دویمه درجه کې راوستل کیږي.

په آلمان کې دغه پریکړه په خپل ډول کې لومړنۍ ده. د دې پریکړې په اساس به د دې هیواد د مهاجرینو او پناه غوښتونې اداره سوریايي مهاجرو ته دویمه درجه د پناه غوښتنه تاییدوي. دغه پریکړه د چهارشنبې په ورځ د یوې محکمې لخوا تصویب شوه.

د دې نوی پریکړې یوه جنجالي موضوع سوریې ته د کډوالو د بیرته لیږلو په وخت کې د دوی سیاسي ستونزې، نیونه او پر وړاندې یې زور زیاتی دی. که چیرته له دغو ستونزو څخه د ېوې ستونزې پخلی وشي، نو په دې صورت کې کډوال د بشپړې پناه غوښتنې حق ترلاسه کوي.

د محکمې مشر قاضي، اوتا ستریز وايي چې په دې هکله هیڅ کره ثبوت نه شته چې د سوريې حکومت به سوریې ته بیرته لیږل شوي مهاجر له مخالفینو سره د اړیکې لرلو په تور محکمه کړي.

د سزا ورکوني ثبوت

د شلیسویګ دغې محکمې د آلماني ادارې لخوا یوې سوریايي ښځې ته د بشپړې پناه ورکونې پرسر اندیښنه څرګنده کړې. یوې ښځینه قاضي په دې هکله وویل، په داسې حال کې چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې په سوریه کې د آلمان هیواد سیاسي نمایندګي شتون نه لري، نو له همدې کبله سوریې ته د یادې میرمنې د بیرته لیږلو د برخلیک په هکله پوښتنو ته ځواب موندل مشکل کار دی.

د بشري حقونو د سازمان یا «پرو اسایل» مشر بیرند میسویک په دغې پریکړې سخته نیوکه کړې او وايي: «د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې دا په روښانه ډول ويلي دي چې سوریايي کډوال بیرته سوریې ته په لیږلو سره یا هم نیول شوي دي او یا هم لا درکه شوي دي. »

د کورنیو په یوځای والي کې ځنډ

په آلمان کې کابو ۱۱۳ زره کډوالو ته چې له دې جملې څخه ۹۴ زره یې د سوریې اوسیدونکي دي، د دوېمې درجې پناه ورکول شوې ده. د ژنیو د کنوانسیون د پریکړې په اساس د بشپړې پناه په ترلاسه کولو سره کډوالو ته په یو هیواد کې د درې کلونو له پاره د اوسیدو اجازه ورکول کیږي او د دې مودې په پوره کولو سره بیا د اوسیدنې دایمې اجازه ورکول کیږي. د دې قانون په اساس، کډوال کولای شي چې خپلې کورنۍ هم له خپل اصلي هیواد څخه نوي هیواد ته وغواړي.

بل لوري ته، د دویمې درجې پناه ورکونه په دې معنی ده چې کډوالو ته یوازې د یوه کال له پاره په یوه هیواد کې د اوسیدو اجازه ورکول کیږي او بیا وروسته امکان لري د دوو نورو کلونو له پاره هم دغه موده تمدید شي. د پناه غوښتنې په دې درجه کې کډوال نشي کولای چې تر دوو کلونو پورې خپلې کورنۍ وغواړي او په دې کار سره کډوال له سخت روحي فشار سره مخ کیږي.

د یادې سوریايي میرمنې خاوند او ماشومان چې اوسمهال په ترکیه کې دي، د نوې پریکړې په اساس نه شي کولای چې له هغې سره په آلمان کې تر ۲۰۱۸م کال پورې یوځای شي. دغه میرمنه کولای شي چې د استیناف محکمې غوښتنه وکړي او په دې کار سره به د هغې دوسیه د لیبزیګ فدارلي محکمې ته راجع شي.

په لومړیو کې کله به چې سوریايي کډوال آلمان ته رارسیدل، نو سمدلاسه دوی ته له دې امله چې د سوريې وګړي دي، بشپړه پناه ورکول کیده. په ورته وخت د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل ايتلافي حکومت په دغه قانون کې بدلون راوست او د دوېمې درجې پناه غوښتنې ورکول یې وړاندیز کړل. دغه کار آلمان ته په ۲۰۱۵م کال کې د خورا ډیرو مهاجرینو د راتګ د مخنیوي له پاره یو اقدام ګڼل کیږي.

په دې نوې پریکړې سره به د ایریتریا له سیمې، افغانستان او عراق څخه د کډوالو راتګ محدود شي او سوریايي مهاجرینو ته به د پناه غوښتنه د پخوا په پرتله سخته شي.