آلماني مشاورینو په افغانستان کې خپل کارونه بیا پیل کړل
۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سهشنبهاعلان
تر یوې اونۍ وروسته اوس آلماني ملکي مشاورینو بیرته د کابل ښار په وزارتونو کې خپل کارونه پیل کړل. د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت په حواله څه نا څه ۵۰ مشاورینو پرون دوشنبه په وزارتونو کی خپل کارونه پیل کړي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو آلماني روزونکو هم د کابل د پولیسو په اکاډمۍ کې خپل کارونه پیل کړي دي.