1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پانگوال افغانستان کي جغندرو ته وده ورکوي

ميرويس جلالزی۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبه

یو شمیر آلماني پانگوال په افغانستان کې د کرهڼي په برخه کې او په خاصه توگه د جغندرو د کرکیلې د پراخولو په برخه کې پانگونه کوي. په افغانستان کي له جغندرو څخه معمولاً د بورې په تولید کې کار اخیستل کیږي.

https://p.dw.com/p/173ck
انځور: Fotolia/ExQuisine

افغان حکومت وایي، چي له هرو سلو ټنو جغندرو څخه نزدې څورلس ټنه بوره ترلاسه کیږي. د بغلان د قندو د فابریکې پخواني آلماني شریکان اوس په افغانستان کې د جغندرو په برخه کې پانگونه کوي.

دغه دوه آلماني شرکتونه(DEG) او(KWS) د بغلان د قندو فابريكې د بيا فعاليدو راهيسي تر اوسه په دغه فابريكه كي شريكي وې.

دغه آلماني پانگوال چې د بغلان د بورې په شرکت کې یې مخکي تر دې ونډه لرله اوس په دې لټه کې دي، چې په افغانستان کې د کرهڼي په سکتور کي پانگونه وکړي او په لومړی سر کې یې د جغندرو د کرکیلې له پاره خپله پانگه ځانگړې کړې ده.

د کرهڼي وزارت وایي د بغلان د بورې د تولید فابریکه چې په لومړي سر کې یې هم په جوړولو کې آلمانیانو برخه درلوده له تیرو څو کلونو راهیسي د آلمان هیواد د پانگوالو او متخصصینو په مرسته فعاله وه او پس له دې به هم فعاله وي.

د کرهڼي وزیر آصف رحیمي وایي، چې د بغلان د بورې فابریکه د هيواد د اړتيا وړ یوازي لس سلنه بوره برابروي، چې دا د وطن اړتیاوو ته په کتو سره ډیره لږه فیصدي ده.

خو هغه وایې، چې آلماني پانگوالو اوس خپله ۳۶ سلنه ونډه له دغي فابریکې څخه د کرهڼي سکتور ته انتقال کړې ده او د جغندرو تر څنگ به د نورو کرهڼیزو توکو په برخه کې ځني کار واخیستل شي:

«زموږ پروسه د تولید لپاره ده، موږ غواړو چې اول د جغندرو کښت ته وده ورکړو او ورسره يوځای به د بورې تولید هم زیات شي، موږ بزگر په کورنیو او بهرنیو پانگو دې ته هڅوو چې خپلي کروندې پراخي کړي او زموږ د کورنیو تولیداتو کچه لوړه شي.»

په همدې حال کي آلماني پانگوال وایې، چي دوی د بغلان د بورې له فابریکې څخه د خپلو ونډو په ایستلو او د کرهڼي په سکتور کې یې د لگولو څخه هدف دا دی، چي د کرهڼي په برخه کې پانگونه وکړي او د افغانستان بزگر وهڅوي، چي د کرهڼي په ډگر کې ښه فعالیت وکړي.

Zuckerrübe Rübe Ackerbau Gemüse Wurzel Nahrungsmittel Landwirtschaft Sirup
انځور: Fotolia/dieter76

په کابل کې د آلمان د سفارت مرستیال ښاغلي اولیف د کرهڼي له وزیر سره په یوه خبري غونډه کې وویل، چې هیواد یې ژمن دی چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دا مرستي په کوم کال پوري که هغه ۲۰۱۴ وي او که کوم بل تړاو نه لري.

د آلمان د مرستیال سفیر په وینا افغانان دي د دوی په مرستو ډاډه او باوري اوسي: «موږ ډیر خوشحاله یو چې په تیرو څو کلونو کې مو د بغلان د بورې د فابریکې د بیا پر پښو درولو په برخه کې له افغان دولت سره همکاري لرله، دا فابریکه اوس په ښه حالت کې ده او خلکو ته د کار زمینه پکښې برابره ده، او زموږ مرستي به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره دوام ولري.»

د بغلانو د بورې د تولید فابریکه په ۱۹۴۰ کې جوړه او په ۱۹۹۱ کال کې په کورنیو جگړو کې له کاره ولویده. دغه فابریکه د طالبانو تر نسکوریدو وروسته د کرهڼي وزارت او دوو آلماني شرکتونو په گډه همکارۍ بیا فعاله شوه.

اوس مهال د دې فابریکې په بېلا بېلو برخو کې په سونو کسان کار کوي او تر څنگ یې د جغندرو کرکیله هم په نږدې پرتو سیمو کې پراخه شوې ده.