1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوځ به بيا هم د افغانانو سره خپلو تماسو ته ادامه ورکي

۱۳۸۸ شهریور ۳۰, دوشنبه

لکه څنګه چي دجرمني دماين په ښار کي ددغه هيواد دپوځي چارو دمخابراتي عملياتو دڅانګي قوماندان ډګر وال ولف ګانګ ريښتر په برلين کي دجرمني خبري آژانس dpa ديوه خبرياله سره په مرکه کي څرګنده کړې ده

https://p.dw.com/p/JlYO
انځور: picture-alliance/ dpa

په افغانستان کي دامنيتي وضع دورځ په ورځ خرابيدلو سره سره بياهم آلماني پوځ دافغانستان په ځينو برخو کي دخلکو سره خپل تماسونه پالي .

خو دپخوا په نسبت په روان وخت کي ددغه تماسونو په نيولو کي دډير احتياطه څخه کار اخيستل کيږي ،او ډيرو ليرو پرتو کلو ته پوځي واحدونه نه ځي . دآلمان دماين په ښار کي ددغه هيواد دپوځي مخابراتي عملياتومرکز وظيفه داده چي په عملياتي ساحو کي د روحي لحاظه نفوذ پيدا کړي .

په روان وخت کي ددغي څانګي 70 کسه په کابل او دافغانستان په شمالي سيمو کي په فعاليت اخته دي .

Dpa / فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري