آلماني پوځ به له پولیسو سره ګډ تمرینونه وکړي
۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبهبالاخره د ۲۰۱۷ کال په فبروري میاشت کې به د آلمان پولیس او پوځ هغه ګډ تمرینونه ترسره کړي، چې څنګه کولي شي په دغه هیواد د یو سخت ترهګریز برید مخه ونیسي او هغه خنثا کړي. او یا هم په مختلفو ځایونو کې د څو ترهګریزونو بریدونو، او یو تروریستي بیړني وضعیت مقابله وکولی شي. خو د پولیسو اتحاديې پر دغه پروګرام سختې نیوکې کړي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر او د دغه هیواد د دفاع وزیره اورزولا فون دیر لاین، په برلین کې د یوه ځانګړي ملاقات په ترڅ کې په دې خبره سره سلا شوي دي. په دې لیدنه کتنه کې د آلمان د نوردغاین وستفالن، میکلن بورګ ـ فور پومرن او زارلند ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړی وو.
د لومړي ځل له پاره به په دغو تمرینونو کې څلور ایالتونه برخه واخلي. د زارلنډ ایالت د کورنیو چارو وزیر کلاوس بویولن وویل چې نورو ایالتونو هم په دې برخه کې خپله دلچسپي ښودلې ده.
په بیړنیو حالاتو کې مرسته
د آلمان د اساسي قانون له مخې له ترورستي وضعیت سره مقابله د پولیسو دنده ده. خو د آلمان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې «د اساسي قانون موضوع روښانه ده». که وضعیت پیچلی یا طولاني شي، په هغه صورت کې به د پوځ مرستې ته جواز ورکړل شي، خو رهبري او قومانده به بیا هم له پولیسو سره وي.
د آلمان د دفاع وزیرې اوزولا فون دیر لاین، چې په آلمان او فرانسه کې تر وروستیو تروریستي بریدونو وروسته یې په وار وار سره د پوځ او پولیس د ګډو تمرینونو غوښتنه کړی ویلي دي:«پولیس پریکړه کوي، چې دوی څه ډول مرستې ته اړتیا لري. دا زما له پاره ډیره مهمه ده.»
دیمیزیر ټینګار وکړ چې په دې توګه به په بیړنیو حالاتو کې چټک او اغیزمن غبرګون وښودل شي.«دا د یوه ناممکن، خو د تصور وړ حالت له پاره یو عاقلانه او چټک غبرګون دی.»