1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوځ مهاجرو ته د مسلکي زدکړو آسانتيا برابروي

آژآنسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د آلمان پوځ غواړي چي د ۴۵ مهاجرو په مسلکي توګه روزلو سره د مهاجرو په ادغام کي خپله ونډه واخلي. د آلمان د پوځ له خوا د مهاجرو د په مسلکي توګه روزنې دغه يوه مقدماتي پروژه ده.

https://p.dw.com/p/1Jtjz
انځور: Getty Images/L. Preiss

د آلمان په اينګول شتد ښار کي د آلمان د دفاعي چارو د وزيري اوزولا فون دېر لاين او د کار له پاره د آلمان د فدرالي آژانس د مشر فرانک يورګن وايزه تر منځ يو تړون لاسليک سو. د پنجشبنې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه) د لاسليک سوي دغه تړون له مخي به آلمان پوځ ۴۵ سوريايي مهاجر په مسلکي توګه وروزي او په دې توګه به د مهاجرو په ادغام کي خپله ونډه واخلي. دغه تړون په ياد ښار کي د آلماني پوځ د مسلکي زدکړو په مرکز کي لاسليک سو.

د کار له پاره د فدرالي آژانس رئيس فرانک يورګن وايزه په اړونده مراسمو کي وويل چي په آلمان کي زيات شرکتونه دې ته چمتو دي چي مهاجرو ته کارونه ورکړي. د هغه په وينا خو په دې ترڅ کي د آلماني ژبي نه پوهېدل لوی خنډ دی. وايزه زياته کړه: « ليکل هغه تر ټولو لوی خنډ دی؟»

سوريايي مهاجر

وايزه وويل چي هغه مهاجر چي په تيرو وختونو کي راغلي دي د هغوی څخه تقريبا لس فيصده يې «ښه او رسمي منل سوي زدکړي کړي دي.» په دغه غونډه کي پر دې ټينګار وسو چي سوريايي مهاجرو ته به د آلمان په پوځ کي داسي مسکلي روزنه ورکوله سي چي هغوی يې نه صرف په آلمان کي بلکه د احتمالي بېرته ستنېدنې په صورت کي په سوريه کي هم وکارولای سي.

په پام کي نيول سوې چي د آلمان پوځ به يادو مهاجرو ته د لاسي کارونو، لومړي طبي مراقبت، تخنيک او په تعميراتي کارونو کي مسلکي روزنه ورکړي. د مهاجرو له پاره دغه ځانګړي کورسونه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ د سپتامبر لومړۍ نېټه) پېل سول او د آلمان په بايرن، نيدر زاکسن او برلين کي به په شپږو بيلو ځايونو کي څلور څلور اونۍ جريان ولري.

هغه مهاجر چي غواړي تر يو څخه په زياتو کورسونو کي برخه واخلي، هغوی ته د دې اجازه هم سته. په لومړي سر کي دغه پروژه د ۱۲۰ مهاجرو له پاره د يوې امتحاني پروژې په توګه په پام کي نيول سوې وه خو ورته اړين او پر شرايطو برابر مراجعه کوونکي مهاجر پيدا نه سول. هغه مهاجر چي په دغو کورسونو کي برخه اخلي په لومړي سر کي به د بې روزګارانو په توګه (آربايتنلوزن ګېلد دوه) ټولنيزي مرستي هم ترلاسه کوي.

د آلمان پوځ تېر کال د مهاجرو د مراقبت او د هغوی له پاره د سرپناؤ د جوړولو په ترڅ کي مرسته کړې وه. د يادو مرسته په ترڅ کي بعضي وخت حتی ۹۰۰۰ آلماني عسکر مصروف ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.05.2015):