1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ځواکونو په افغانستان کي د کريسمس په شپه هم آرام نه ول

۱۳۸۷ دی ۶, جمعه

د افغانستان په شمال کي د عيسويانو د اختر پر وخت هم د نړيوالو ځواکونو له پاره وضع خطرناکه ده. د کريسمس په شپه هم پر آلماني عسکرو باندي بريد وسو.

https://p.dw.com/p/GNQ1
په کندوز کي آلماني ځواکونه
په کندوز کي آلماني ځواکونهانځور: AP

حتی د ډسمبر په خوپه ورځ لا دکندوز د شمالي غرونو څخه د سيمي کلي او زرغونې مځکي معلوميږي. ددغو مځکو په هکله ويل کيږي چي دغه مځکي ډيري زرخيزه دي. دغره د پاڅه ټوله کلي ډېر آرام معلوميږي. پداسي وخت کي چي په افغانستان کي د الماني پوځ پرکمشر پلاټن ټور، پر غرنۍ لاره زما لارښوونه کوي، دی وايي چي دغه کلي په اصل کي دومره آرام نه دی لکه ښکاري چي.

دی وايي:«دغه سيمه چي تر موږ لاندي پرته ده، د چهار کوسار په نامه ياديږي. د هغه شا ته هغه غونډۍ چي معلوميږي، چيري چي قبرونه دي او جنډۍ ولاړي دي، هغه د راکټونو غونډۍ دي.»

دغه غونډۍ چي پلاټن ټور يې د راکټونو غونډۍ بولي هغه غونډۍ دي د کومو څخه چي پر ښار د راکټونو فيرونو کيږي. اوس پر دغو غونډيو پنځه سوه سوله ساتي الماني سرتيري ځای پر ځای کړل سوي دي.

د جنګ د څرنګتيا په هکله يو بل المانی فوځي افسر بېنېکه داسي وايي:«په افغانستان کي د جګړې يوه ځانګړې بڼه ده. موږ دلته د يوه داسي دښمن سره مخ يو چي نا څرګند دی او موږ دغه دښمن په بشپړه توګه نه پېژنو. دښمن د يوه داسي بشريت ضد جنګي تاکتيک څخه کار اخلي چي پکښي همېشه افغان اولس هم قرباني کيږي.»

لېوا مشر اووه بېنېکه، په قندوز کي د الماني سوله ساتي ځواک د ولايتي بيارغوني ډلې قومندان دی.

تر ډېره وخته د غه سيمه د يوې آرامي سيمي په توګه پېژندل کېدل. خو په 2008 م مېلادي کال کي دغه سيمه په يوه ناکراره سيمه بدله سوې ده. پدغه کال د افغانستان په شمال کي درې الماني سرتيرو خپل ژوند د لاسه ورکړي دي. اوس الماني سرتيري په دغه سيمه کي ناخوندي دي، او وسله وال د غلچکي بريدونو تر څنګ د ځان مرګي بريدونو او د سړک دغاړي د بمونو د ايښېدلو څخه هم کار اخلي.

د نړيوال سوله ساتي ځواک مشر جنرال هانس لوتار ډوم غيوزه، چي په کابل کي دی په شمالي افغانستان کي د مخ په زياتېدونکو نا آراميو په هکله وايي:«په شمال کي زياتره تېری کوونکي د مجريمينو ډلو سره تړاو لري. دغه مجرمي ډلي پدغه سيمه کي د سوله ساتي ځواک خپلو غېر قانوني کارونو ته د يوه ګواښ په سترګه ګوري. په زياته بيا د بغلان سيمه چي ورته د کاچاک لاره هم ويل کيږي، ددغو مجريمينو د ګواښ سره مخامخ ده. ددغه سيمي له لاري تاجکستان او اوزبکستان ته کاچاک وړل کيږي. هر څومره چي پدغه سيمه کي موږ فعاله کيږو، هومره زيات دغه مجرمي ډلي ناکراره کيږي.»

د افغانستان په شمال کي آلماني ځواکونه د ګزمې پر مهال
د افغانستان په شمال کي آلماني ځواکونه د ګزمې پر مهالانځور: AP

د الماني سوله ساتي پوځ لېوامشر اووه بېنيکه، په شمال کي د مخ پر زياتېدونکو ناکراريو په هکله يوه بله وجه هم په ګوته کوي. دی وايي:«دلته د واکمنۍ داسي جوړښتونه وجود لري چي د سيميزو قومندانانو او پخوانيو مجاهدينو سره تړاو لري. دغه واکمن جوړښتونه هغه وخت په کار اچول کيږي چي شخصي ګټې د ګواښ سره مخامخ وي. او دا هم معلومه ده چي طالبان غواړي چي پدغه سيمه کي خپلي اغيزي زياتي کړي.»

د ولايت په وروستۍ سيمو کي پښتانه اوسيږي. پښتانه د افغانستان هغه مليت دی د کوم سره چي زياتره وسله وال طالبان هم تړاو لري. د پښتنو د آباديو په سيمه کي طالبان د ځايي خلکو څخه کومک او پټن ځايونه تر لاسه کوي. دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان په شمال کي د ازبک، تاجک او د ترکمنانو قومونه آباد دي، چي د وسله والو طالبانو سره کمي اړيکي لري.

همدا وجه ده چي دافغانستان شمالي سيمي، چيري چي دالمان سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای دي د نورو سيمو په پرتله آرامي دي. خو پرکمشر وايي چي دلته هم اوس د اولسي وګړو او سوله ساتي ځواکونو تر منځ واټن مخ پر زياتېدو دی:«زموږ لپاره خبره ډېره مشکله ده. موږ يوې سيمي ته ځو چيري چي خلک موږ ته لاسونه ښوروي او چي څو سوه متره نور ولاړ سو نو خلک راباندي ناړې توکي. په يوه کوچنۍ فاصله کي دومره ستر توپيروي.»

د برېد لاندي د راتللو د ګواښ سره سره بيا هم الماني سرتيري ګزمې تر سره کوي، تر څو وکولای سي چي د اولس سره خپل تماس وساتلای سي او دښمنانو ته د خپل شتون او فعاليت شتون وښودلای سي.

پيټر پټاسيک، يو ډيپلوماټ دی او د لېوا مشر بېنېکه سره د ګډ کار د لاري، د بيا رغوني په پروژو کي کومک کوي. دی وايي، چي د افغان وګړو لپاره هم وضع ستونزمنه ده. نوموړی پدې هکله وايي:«کله چي د روان کال په اګست مياشته کي د سوله ساتو د بيا رغونې پر يوه موټر بريد تر سره سو نو داسي بحثونه رامنځ ته سوه چي ايا د بيارغونې کارونه دي تر هغه وخته وځنډول سي تر څو چي بېرته امنيتي وضع نه وي سمه سوې. خو د اولسي وګړو يو ډېر روښانه غبرګون منځ ته راغلی. ځايي خلکو خپل سپين ږري او مشران والي ته ولېږدول،او غوښتنه وکړه چي د امنيتي وضعي په بېرته ښه کېدلو کي ګامونه اوچت کړي، او دا چي دوی غواړي چي المانان پاته سي.»

دالماني سوله ساتي ځواک لېوا مشر بېنيکه وايي چي الماني سرتيري غواړي چي په افغانستان کي د سولې او ارامۍ په منځ ته راوړلو کي کومک وکړي. خو دی پدې نظر دی چي يوازي د پوځي لاري د افغانستان د ستونزې حل ناشونی دی. پداسي حال کي چي امريکا په پام کي لري چي د افغانستان په سويلي سيمو کي خپل نور سرتيري ځای پرځای کي، ښايي زيات وسله وال طالبان د افغانستان و شمال ته مخه وکړي