1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني چارواکوپر يوې بلې سلفي ټولنې بنديز ولګاوه

شمس الرحمن ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱۵, شنبه

د بریمن ښار پولیس وروسته د جمعې له لمانځه څخه «مسجد الفرقان» ته ورننوتل او د جومات په شمول، د مسلمانانو د يوې ټولنې د ۱۷ غړو کورنه یې هم تلاشي کړل.

https://p.dw.com/p/1E0AB
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kater

کوم مسجد چي د چارواکو له خوا تلاشي سوی، د هغه له منبر څخه د جهاد له پاره د تبلیغ په دلیل محکمې د جومات د بندولو حکم صادر کړی دی. دغه مسجد د «کلتور او کورنۍ» په نوم د سلفي مسلمانانو د ټولنې له خوا پر مخ بېول کېدی. د جمعې تر لمانځه وروسته (د دسامبر ۶مه) په لسگونو پوليسو د آلمان د بریمن ښار د سلفي مسلمانانو کورنه تالاشي کړل. د کورونو د پلټنې او تالاشي کولو له پاره د اسلامي موازینو په پام کې نیولو سره ډیر شمیر ښځینه پولس هم موجود ول.

د آلمان خبري آژانس په حواله د جومات د تړلو او تلاشۍ د عملیاتو په ترڅ کې هڅه شوې وه چې دیني او مذهبي احساسات په پام کې ونیول شي. پولیسو جومات ته د ننوتلو په وخت کې خپل بوټان له جومات څخه د باندې ایستلي ول او د څارونکو سپو له وړلو څخه یې ډډه کړې وه.

جومات د قضایې حکم پر اساس او د بریمن ښار د امنیتي چارو مسئول سناتور اولریش مویرر، د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوی وو. د الفرقان د جومات د پلټل کیدو دلیل هغه پرله پسې ښکاره او پټ تبلیغات ول چې له «اسلامي دولت» ډلې سره د سلفیانو د پیوستون له پاره د دغه جومات له منبر څخه اورول کیدل.

د «اسلامي دولت» او «النصره» ملاتړي

سناتور اولریش مویرر
سناتور اولریش مویررانځور: picture-alliance/dpa

د دې پلټنې په ترڅ کې په بریمن کې د سلفیانو د يادې ټولنې د ۱۷ تنو غړو کورونه او هغه ځایونه چې دوی ترې استفاده کوله وپلټل شول. داسې شواهد موجود وو چې یو شمیر خلک د دغه جومات بلنې ته د لببیک په ویلو سره د سوریې جگړې ته تللي دي او هلته له وسله والو ډلو لکه «اسلامي دولت» او« النصره جبهې» سره یوځای شوي دي.

د آلمان خبري آژانس د اولریش مویرر له خولې لیکلي دي:« مونږ د داسې ټولنو په برخه کې له ډیر لږ زغم څخه هم کار نه اخلو، او د دوی د منع کولو له پاره د هرډول قانوني امکاناتو څخه استفاده کوو، څو په آلمان کې د تروروستي بریدونو او جگړه ییزو سیمو ته د سلفیانو د ورتگ مخه ونیسو.»

مویرر زیاته کړه چې د الفرقان مسجد د تړل کیدل او د هغې د ټولنې فعالیت منع کیدل الزامي وو، ځکه چې د هغه له منبر څخه د زورزیاتي ایډیالوژي د خپرولو په موخه استفاده کیدله چې دا د آلمان اساسي قانون خلاف کار دی.

«آلمان ته د جهادیانو د بیرته ستنیدو اندیښنه موجوده ده»

په بریمن کې د سلفیي مسلمانانو دغه ټولنه د څو کلونو راهیسې د آلمان د امنیتي سازمانونو تر دقیقې څارنې لاندي وه. د دغې ټولنې پر وړاندي حساسیتونه هغه وخت ډیر شول کله چې معلومه شوه چې تر اوسه پورې له دغه ښار څخه د سوریې جگړې ته تللي ۱۵ واړه تنه ټول د دغې ټولنۍ غړي او یا هم له دې ټولنې سره په ارتباط کې ول.

د آلمان امنیتي ادارې وایې چې د بریمن ښار د سلفيانو دوه تنه د سوريې په جگړه کې وژل شوي دي او څلور تنه نارنیه او پنځه ښځې اوس هم په سوریه کې د«اسلامي دولت» ډلې په گټه فعالیت کوي. د بریمن استختباراتو له ۲۰۰۷ کال راهیسې د دغې ټولنې فعاليتونه تر څارنې لاندي نیولي وو، ځکه دوی فکر کوو چې دغه ټولنه ورو ورو پر یوه راډیکالې ډلې د بدلیدو په حال کې ده.

هغه تندلاري مسلمانان چې له آلمان څخه د سوریې او عراق جگړې ته ځي او له جهادي ډلو سره یوځای کیږي، په دغه هیواد (آلمان) کې په ځانگړي توگه د امنیتي ادارو تر څارنې لاندی نیول کیږي. تر اوسه پورې له آلمان څخه ۵۵۰ تنه په سوریې او عراق کې له ترهگرو ډلو سره یوځای شوي دي، چې د هغوې له جملې څخه ۱۸۰ تنه یې بیرته آلمان ته ستانه شوې دي. د بریمن د امنیتي ادارې مرستیال ویلي دي چې دغه جهادیان تر بیرته راگرځیدو وروسته نور هم تندلاري شوې دي او خلک افراطیت ته رابولي.