1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:په افغانستان کي مو سختي شپې او ورځي په مخ کي دي

۱۳۸۹ تیر ۱۴, دوشنبه

د المان ددفاع وزير ويلي چي په روان دوبي کي بايد الماني عسکر په افغانستان کي د سختو شپو او ورځو د پاره تيار وي..

https://p.dw.com/p/OAiQ
د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ په فيض آباد کي د خپلو ځواکونو د ليدني کتني پر مهال
د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ په فيض آباد کي د خپلو ځواکونو د ليدني کتني پر مهالانځور: AP

کارل تيودور څو گوتنبرگ د المانۍ ورځپاڼي فرانکفورته الگمانه ځاتونگ سره په مرکه کي ويلي چي نوي مرگ ژوبلي د امکان څخه ليري نه دي.

هغه وويل. روان دوبی به زموږ دپاره يوه ستره ازموينه وي. افغانستان پارلماني ټاکني په مخ کي لري او په ناکراره سيمو کي د زورزياتي لمن پر پراخېدو ده.

گوتنبرگ زيارته کړې: زموږ د معيارونو له مخه ښايي افغانستان هيځ کله هغه ثبات پيدا نه کړي چي موږ ورته په تمه يو. خو ستره هڅه بايد داوي چي دغه هيواد بيرته د ترورستانو په ځاله بدل نه سي.

هغه ترورستان چي افغانستان او موږ ته گواښه ونه پېښوي.

هغه په مرکه کي وويلي چي، د افغانستان د ماموريت برياليتوب په دې کي نغښتی دی چي نړيواله ټولنه په مختلفو ساحو کي خپلي همکارۍ سره همږغي کړي. خصوصاً په استخباراتي او ځانگړو ځواکونو په برخه کي.

د المان د دفاع وزير په افغانستان کي خپلو متحدينو ته د هغو په ډله کي برتانيې فرانسې او حتي د امريکا متحده ايالاتو ته د يو اړخيز وتلو د پلان پر ضد خبر داری ورکړی دی.

هغه وويل: که چيري داسي شرايط برابر سي چي زموږ یو متحد د کوم دليل په خاطر باندي په بېړه د افغانستان څخه د وتلو اراده کوي هغه بايد د ائتلاف سره همږغي ولري.

هغه وويل دا ددې مانالري چي يو څوک په يوه خونه کي پر خپلو انډيوالانو څراغ مړ کړي او ځني ووزي.

څو گونتبرگ دغه خبري وروسته تر هغه کړی چي د امريکا متحده ايالاتو اعلان وکړی چي په راتلونکي جولای کي به د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو پيل وکړي.

د بلي خوا د پولنډ نوي ټاکل سوي جمهوررئيس ويلي چي په راتلونکو دووکلنو کي به د افغانستان څخه خپل عسکر و باسي.

AG/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم