1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:په عراق کي امنيت او ديموکراسي د ډاډ وړ ده

۱۳۸۷ تیر ۲۳, یکشنبه

آلمانی وزير په عراق کي ديموکراسي او امنيت د ډاډ وړ بولي. خو د ده پټ تگ او هم د بهرنيو چارو د وزير فرانگ والټرشټاين ماير څرگندوني د ده برخلاف شواهد دي

https://p.dw.com/p/EbVH
د آلمان د اقتصاد وزير ميخايل ګلوز
د آلمان د اقتصاد وزير ميخايل ګلوزانځور: picture-alliance / dpa

د آلمان د اقتصاد وزير ميخايل ګلوز په يو ناڅاپي سفر عراق ته تللی او له ځان سره يي د يوشمير شرکتونو مشران او څښتنان هم بيولي دي.

د اقتصاد وزير په بغداد کي آلمانۍ راډيو ARD ته خپل سفر ډير په زړه پوري ښوولی، او زياته کړې يې ده: ( دا د بيا پياوړي اقتصادي گډکار پيل دی. د آلمان په وړاندي د عراقيانو مينه او باور ډير لوړ دی. امنيتي حالت ښه سوی دی. دموکراسي مخ په وړاندي ځي او بهتره کيږي - د اقتصادي اړيکو د پراختيا په وړاندي هم کوم خنډ نه شته.)

د جرمني د اقتصاد وزير ميخايل ګلوز په عراق کي د لومړي وزير نوري المالکي سره د کتني پر مهال
د جرمني د اقتصاد وزير ميخايل ګلوز په عراق کي د لومړي وزير نوري المالکي سره د کتني پر مهالانځور: AP

عراق ته د آلمان د اقتصاد د وزير د تگ سبب ښايي هغه غونډه سوې وي، چي دوې اونۍ دمخه په پلازمېنه برلين کي د دواړو ملکونو د اقتصادي کمېسيون لخوا جوړه سوي وه. په هغه غونډه کي د عراق د صنايعو وزير فوزي الهراري د جرمني وزير ته دا ټينگار کړی وو، چي بايد يو وار عراق ته ورسي، او که نه نو يو ډير غوره پرمختلونکی بازار به د لاسه ورکړي. دغه علت وو چي گلوز د دجلې په لور روان سو.

گلوز په ډاگه کړې: زما سره زياتي تصدۍ ملگري دي. دوی د نورو تصديو يا شرکتونو مخکښان دي، چي ډير ژر عراق ته راځي او دلته به په شخصي تصديو کي برخه اخلي. دا کار هم د عراق جنگ ځپلي هيواد ته گټه رسوي او هم د عراق او آلمان ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پرمختگ سبب کيږي.

د آلمان د نهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د آلمان د نهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: AP

آلمانی وزير په عراق کي ديموکراسي او امنيت د ډاډ وړ بولي. خو د ده پټ تگ او هم د بهرنيو چارو د وزير فرانگ والټرشټاين ماير څرگندوني د ده برخلاف شواهد دي.

د بهرنيو چارو وزارت په کلکه سره عراق ته له سفرکولو نه گواښ کوي. د بغداد برخلاف يوازي له متناسب بهتره امنيتي حالت څخه خبره کيږي. که څه هم د جون په مياشت کې مرگ ژوبلي د تيرو څلوروکلونو راهيسي تر بل هر وخت لږ وې، مگر سره له دې 450 کسان وژل سوي دي. د دې تر څنگ د تښتولو خطرونه ډير سوي دي.

د عراق حکومت او آلمانۍ تصدۍ د سفر پر گواښونو نيوکي کوي، او وايي چي ټول فرمايشونه د چين، جنوبي کوريا او يا ختيځي اروپا ته ځي. د عراق مرستيال اولسمشر څرگندوي: ( د عراق دروازې د بهرنيو پانگو پر مخ خلاصي دي. هر شرکت او هر هيواد، چي ناوخته راځي، دا موقع له لاسه ورکوي، چي د عراق د بيارغوني په پروسه کي خپله برخه تر لاسه کړي.)

د صدام حسين له راپرځيدو وروسته، ګلوز، د لومړي آلماني حکومتي غړي په توگه بغداد ته تللی و او د لومړي وزير نوري المالکي سره کتلي دي، دا هيله لري، چي په لسو راتلونکو ورځو کي به له لومړۍ وزيري انگيلاميرکل سره د عراق د لومړي وزير کتنه د دواړو ملکونو د اړيکو په لار کي يو بل غټ گام وي.