1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی ايالت ـ مهاجرین کولای شي د اوسیدو ځای بدل کړي

۱۳۹۶ مرداد ۷, شنبه

د آلمان په یوه شمالي ایالت کې مهاجرین کولای شي چې د کار د قرارداد او د تحصیل د امکاناتو په ترلاسه کولو سره خپل د اوسیدو ځای بدل کړي. مخکې دغه څه امکان نه درلود او یو مهاجر اړ وو چې په ټاکل شوې سیمه کې ژوند وکړي.

https://p.dw.com/p/2hLU0
Deutschland Flüchtlinge Fortbildung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Killig

د آلمان په شلسویګ هولشتاین کې اوس مهاجرین کولای شي چې د تحصیل، مسلکي زده کړو او یا هم د کار له پاره د خپل ژوند سیمه او یا ښار بدل کړي او نوي ښار ته د اوسیدو له پاره ولاړ شي.

د همدې ایالت د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه موضوع اوس تائید شوي او عملي کیږي. په آلمان کې پاتې کیدونکي هغه ډله مهاجرین چې ښه راتلونکی ولري اوس کولای شي چې د خپل ژوند د سیمې د بدلون له پاره درخواست وکړي.

په آلمان کې د مهاجرینو د قانون په اساس، په اصل کې مهاجرین اړ دي چې د دولت له لوري په ټاکل شوو سیمو کې ژوند وکړي. دغه څه ان د هغو شمیر مهاجرینو له پاره هم پلي کيږي چې په آلمان کې قبول شوي وي.

تراوسه پورې یوازې د بشري قوانینو د ځینو دلایلو له امله ځینو مهاجر کورنیو ته دا امکان موجود وو چې وکولای شي د خپل ژوند ښار یا سیمه بدله کړي. دغه څه که څه هم ستونزمن وو، خو باید قوي دلایل وړاندې کړل شي لکه وړکتون ته د ماشومانو لاسرسی، ښوونځی، د ډاکټرانو او روغتون امکانات او یا هم ځینې داسې ټولنیز خدمتونه چې یوې کورنۍ نه شو کولای په آسانی سره یې ترلاسه کړي. یوازې په دې صورت کې ځینو کورنیو ته د ښار یا د ژوند د سیمې د بدلون امکانات موجود وو.

د آلمان په شلسویګ هولشتاین ایالت کې د کورنیو چارو د وزارت د لیرو پرتو سیمو او د ټولنو د پیوستون د برخې مسؤله، میرمن تورستن ګیدرس د دې تازه قانون د تصویب پرمهال وویل: «په ټولنه کې په ښه توګه ادغام د مسلکي زده کړو او یا هم د کار له لارې امکان لري.»

اوسمهال ګڼ شمیر مهاجرین له دې امله چې د خپل ژوند د سیمې او ښار د بدلون اجازه نه لري، اړ دي چې مسلکي زده کړې او یا کار د همدې ستونزې دې امله له لاسه ورکړي او یا د کار قرارداد ترلاسه نکړي. دا ځکه چې د دوی د ژوند سیمه د کار او یا د زده کړو له سیمې څخه دیر واټن لري. په ځینو پیښو کې بیا شرکتونه هم هغو کسانو ته د کار د ورکړې له پاره زړه نه ښه کوي چې له ډیرې لیرې فاصلې څخه کار یا زده کړو ته راځي.

میرمن ګیدرس همدا راز زیاتوي چې «د همدې دلیل له امله نور باید داسې څه پیښ نه شي چې یو داسې مهاجر چې په آلمان کې ښه راتلونکی ولري د دې له امله چې کور او یا د ژوند سیمه یې لیرې ده، د کار قرارداد او یا د زده کړې فرصت له لاسه ورکړي.

خو یو څه چې مهم دي هغه دا چې دغه تازه تصویب شوی قانون د هغه کسانو له پاره د پلي کیدو وړ نه دی چې ازمیښتې د کار دوره یا «Praktika» لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.06.2016):