1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی عسکر د مهاجرو په غير قانوني مرستې تورن سو

۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبه

د آلمان د يوې حربي پوهنځۍ عسکر باندي شک کيږي چي د مهاجرو په غير قانوني راتګ کي يې ورسره مرسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/2fXaw
Frankreich  Illkirch-Graffenstaden Bundeswehr Soldaten vom Jägerbataillon 291
انځور: Getty Images/AFP/F. Florin

د آلمان د هامبورګ په نينشتېتن کي د آلماني پوځ يوه حربي پوهنځی پروت دی.  په دغه حربي پوهنځي کي په تحصيل بوخت پر يوه عسکر شک کيږي چي د مهاجرو سره يې مرسته کړې چي په غير قانوني توګه آلمان ته راسي.

د آلمان د پوځ د صاحب منصبانو د يادي پوهنځۍ محصل عسکر باندي شک کيږي چي د ايراني اتباعو سره یې مرسته کړی چي په غير قانوني توګه آلمان ته راداخل سي. اړوند څارنوالۍ د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۲۸مه نېټه) وويل چي د ياد عسکر پر ضد يې د لومړي شک پر بنياد پلټنې پېل کړي دي. څارنوالې نانا فرومباخ، زياته کړې چي پلټنې د دې شک پر بنياد پېل کړل سوي چي د آلمان د ويزې د قوانينو د تر پښو لاندي کولو تورونه موجود دي.

پر دغه آلماني عسکر تور دی چي ايرانيانو ته يې جعلي دعوت نامې برابري کړي وې. زياته سوې چي د تورن عسکر د پوهنځي په اطاق کي يو شمېر اسناد او نور مواد د تلاښۍ په ترڅ کي ترلاسه سوي چي ارزونه يې لا ادامه لري.

د دغې پيښې په تړاو تر مخه د هامبورګ يوې ورځپاڼي «هامبورګر مورګن پوست» يو راپور خپور کړی وو.

زموږ له ارشیف څخه: