آلمانی وزير: د کار بازار کې د مهاجرو داخليدل زیات وخت غواړي
۱۳۹۵ مهر ۲۵, یکشنبهد آلمان د نيدرزاکسن ايالت لمړی وزير شتيفن وايل په دې باور دی چې د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام بهير به له هغه مودې څخه چې وړاندوینه یې شوې وه، زيات وخت ونيسي. وايل په دې هکله د آلمان خبري آژانس سره په مرکه کې وويل: «دا ښکاره او واضح ده چې د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام بهير ډیر وخت ته اړتیا. مونږ د دغه بهير د عملي کيدلو له پاره په ډیرو مواردو کې تر شپږو کلونو پورې وخت په نظر کې نيولی شو».
د نيدرزاکسن ايالت لمړي وزير زیاته کړه، چې د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام بهير له هغو مسايلو څخه دی چې دی ورته زیات خوشبينه ندي. هغه وويل:«د آلماني ژبې د زده کړې لپاره دې یو کال په نظر کې ونيول شي او د مناسبو اقداماتو په نظر کې نيولو سره يو کال هم په آلمان کې د کار بازار ته د داخليدو لپاره او د دې سربیره درې نور کلونو هم یو کس ته اړتيا ده چې حرفوي زدکړې ترلاسه او بلاخره د کار بازار ته داخل شي.» هغه وايي چې په همدې دليل د کار بازار ته د داخليدلو لپاره ډیر وخت ته اړتيا ده چې په حقیقت کې شپږ کلونو ته اړتیا ده ترڅو یو څوک په آلمان کې د کار بازار ته داخل شي.
وايل وويل چې په لمړني قدم کې بايد ټولو مهاجرو ته د ژبې د زدکړې فرصتونه برابر شي. هغه زیاته کړه چې د دې ترڅنګ «زمونږ د ارزښتونه تبادله او همدا راز د مهارتونو د ارزونې» اړټیا هم ليدل کيږي تر څو یې له مخې د هر کس د پاره مناسب اقدامات ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د آلمان له تر ټولو لويو کمپنيو څخه غوښتي وو چې د کار په بازار کې د مهاجرو له پاره د ادغام په موخه کاري فرصتونه برابر کړي.