1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ دفاع وزيره د ترينګلتيا باوجوده ترکيې ته ځي

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ تیر ۶, یکشنبه

ترکيې په خپله خاوره کې د آلماني عسکرو د ليدلو له پاره د آلمان د دفاع وزارت مرستيال سفر رد کړی وو. اوس د دفاع وزيره خپله ورځي.

https://p.dw.com/p/1JDnj
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

وروسته له هغه چې ترکيې د هغې مرستيال ته د دې اجازه ورنه کړه چې له خپلو عسکرو څخه ليدنه وکړي، د آلمان د دفاع وزيرې، اورزولا فون دېر لاين، د انقرې پر حکومت سختې نيوکې وکړې. د آلمان د محافظه کار ګوند سياستوالې د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې «دغسې تجربه مې هيڅکله نه وه کړې.» دا ځکه چې د خپل ماموريت په سيمه کې د آلماني عسکرو څخه ليدنه د دفاع وزارت د مشرتابه له پاره «يو عادي منلی کار دی.» فون دېر لاين اعلان وکړ چې دا به اوس خپله په راتلونکو ورځو کې په ترکيه کې د اينجرليک هوايي اډې ته ورشي.

ارمنستان پرېکړه ليک

د آلمان د دفاع وزارت په برلين کې د چارشنبې په ورځ دا خبره تائيد کړې وه چې ترکيې د دفاعي چارو د مرستيال، رالف براوکزيپه، سفر ته اجازه نه وه ورکړې. په رسمي ډول د دې علت هم څرګند شوی نه وو. خو داسې ښايي چې د دې شاليد به د ترکيې غوسه وي، ځکه چې د آلمان پارلمان پرېکړه کړې وه چې په ۱۹۱۵ م کال کې د ارمنيانو ډله يزه وژنه د نننۍ ترکيې په خاوره کې ولسوژنه (نسل وژنه) وبولي.

براوکزيپه د آلمان د پارلمان له استازو سره يو ځای غوښتل چې ځان د تروريستي «اسلامي دولت» نومې ډلې په وړاندې د آلماني جنګي ماموريت په هکله خبر کړي. ترکيې له دې مخکې د آلماني خبريالانو د يوې ډلې سفر هم يادې هوايي اډې ته رد کړی وو. په اينجرليک کې د آلمان د پوځ اکتشافي تورنادو الوتکې ځای پر ځای دي، چې د داعش پر ضد د نړيوال ائيتلاف له هوايي بريدونو څخه ملاتړ کوي.

وزيرې د «پاتريوت» ماموريت په ياد راوست

فون دېر لاين اعلان وکړ چې دا له ترکيې څخه د ليدنې پر مهال غواړي ترکانو ته تشريح کړي چې دا په څه معنی ده چې «د آلمان اردو يو پارلماني پوځ دی.» ځکه چې د عين پارلمان غړو دې ته مثبته رايه ورکړې وه چې ترکيه د سوريايي توغنديو په مقابل د پاتريوت دفاعي توغنديو په واسطه وژغورله او وساتلی شي.