1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ محکمه غواړي د کندز د پيښي ويديو وگوري

مسعود جهش (dpa,efp,AFP)۱۳۹۲ فروردین ۲۹, پنجشنبه

یوې آلمانۍ محکمې پریکړه کړې ده چې په کندز کې د ملکي وگړو د وژنې دوسیه واوري. د کندز په پېښه کې د ناټو یوې جنګي الوتکې تر هغه وروسته ډیر ملکیان ووژل چې یوه آلماني صاحب منصب ورته د برید امر ورکړ.

https://p.dw.com/p/18IQk
انځور: Reuters

اوس نو قاضي غواړي چې د الوتکې له خوا ثبت شوې ویدیو پخپله ووینې او له مخې یې پریکړه وکړه.

د آلمان د بن ښار محکمې ویلي دي چې لومړی به ټول شواهد له نظره تیر کړي او تر هغه وروسته به د کندز د پېښې د قربانیان د دوسیې په اړه پریکړه وکړي. د کندز د پېښې د قربانیانو خپلوانو پر آلمان حکومت باندې دعوا کړې ده او غواړي چې دولت ورته خونبها ورکړي.

په دې ترڅ کې قاضیانو د آلمان له دولت څخه غوښتي دي چې د یوې میاشتي په ترڅ کې هغه ویدیو خپره کړي چې د کندز په پېښه کې د جټ الوتکې له خوا ثبت شوې ده. پر دې سربیره قاضیانو هغو ثبتو شویو خبرو ته هم د لاسرسي غوښتنه کړې ده چې د آلماني صاحب منصب او د الوتکې د پیلوټ تر منځ شوې وې.

پلان شوې ده چې محکمه به د اګست په میاشت کې د پېښې له شاهدانو سره خبرې وکړ. ویل کیږي چې په دغو کسانو کي کیدای شي آلمانی صاحب منصب جورج کلاین، هم شامل وي. ښاغلي کلاین د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر پر نهمه نیټه د افغانستان په کندز ولایت کې د بمبارۍ امر ورکړی وو.

د کندز په بمبارۍ کې د ۹۱ او ۱۴۱ تنو تر منځ کسان وژل شوي ول. دا چې د وژل شویو کسانو په ډله څومره ملکي کسان شامل ول، په اړه يې د نظر اخلاف موجود دی. ښاغلی کلاین هغه وخت تر هغه وروسته د دې برید امر ورکړی وو چې طالبانو د ناټو دوه ټانکرونه غلا کړي ول.

دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آلماني قوماندانانو هغه وخت هغه انځورونه لیدلي ول چې له فضا څخه اخیستل شوي ول او د برید په سیمه کې یې ملکیان ښکاره کول.

خونبها

د آلمان پر دولت باندې په دې قضیه کې یوه افغان وګړي چې وایي په برید کې یې خپل دوه زامن او یوې افغانې میرمنې چې ادعا کوي په برید کې یې خپل میړه له لاسه ورکړی دی، دعوا کړې ده.

اوس د پېښې قربانیان د آلمان له دولت څخه د ۴۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰ یورو تر منځ د خونبها غوښتنه کوي. له بلې خوا یو بل وکیل چې په پیښه کې د ۷۹ وژل شویو کسانو د کورنیو استازيتوب کوي، د هر قرباني له پاره د آلمان له دولت څخه د ۲۰۰۰۰ او ۷۵۰۰۰ یورو تر منځ خونبها غواړي.