1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"آلمان افغانستان ته زغروال ټانکونه، نه ورکوي"

۱۳۹۰ تیر ۱۹, یکشنبه

د افغانستان د پر له پسې غوښتنو سره سره آلمان افغان پوځ ته زغروال ټانکونه، ددې دپاره چي د بريدونو په وړاندي د پوځيانو د ساتني کار ځني واخستل سي. نه ورکوي

https://p.dw.com/p/11sVd
ماردر ډوله زغروال ټانک
ماردر ډوله زغروال ټانکانځور: Uwe Hessler

د آلمان د «در شپيګل» خبري مجلې د نن ورځي ( يکشنبه) د رپوټ له مخي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي شخصاً له آلمان څخه وغوښتل چي د هغه د هيواد پوځ په"Marder" ډوله زغروال ټانکونو سبمال کړي.

د کرزي له خولي ويل سوي، چي د آلمان حکومت هغه ته وعده ورکړې، چي د افغانستان پوځ به په ښو پوځي تجهيزاتو سمبال کړي، تر څو وکړای سي، د ياغيانو پر ضد جګړه کي په يوازيتوب سره مقابله وکړي.

د اسوشيتد پرس خبري آژانس د آلماني څانګي، dapd، د رپوټ له مخي، چي د نوموړي آلمانۍ مجلې په حواله يې خپور کړی د آلمان د دفاع وزارت ددې مخالف دی، چي د افغانستان پوځ ته دي زغروال ټانکونه ورکړل سي.

ماردر ټانک په افغانستان کي د عملياتو پر مهال
ماردر ټانک په افغانستان کي د عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

د آلمان حکومت په اوسني وخت کي سعودي عربستان ته د زغروال ټانکو د يو پلان سوي صادراتو له امله د مخالفو ګوندونو تر سختو نيوکي لاندي راغلی.

سعودي عربستان په خپل ګاونډي هيواد، بحرين کي د رژيم د مخالفينو په ټکولو کي مرسته کړې ده. د رياض دغه سياست په لويديځه نړۍ کي تر نيوکو لاندي راغلی او انديښنه لري چي ښايي د سعودي حکومت له داسي وسلو څخه د خپلو مخالفينو پر ضد هم استفاده وکړي.

د آلمان حکومت تر اوسه پوري په ښکاره توګه نه دي ويلي، چي سعودي عربستان ته د زرغوال ټانکونو د صادرولو قصد لري.

په عين وخت کي د آلمان د نورو خبري سرچينو له مخي د نوموړي هيواد پوځ ويلي دي، چي د افغانستان په شمال کي چيري چي، پوځي ماموريت لري د 2011 کال په لومړيو 5 مياشتو کي د تيرکال د همدې وخت په پرتله په پټ کړای سوو چاودونکو توکو کي يو پر دريمه زياتوالی راغلی.

ماردر ډير گرندي زغروال ټانکونه شميرل کيږي
ماردر ډير گرندي زغروال ټانکونه شميرل کيږيانځور: picture-alliance/ dpa

د «هامبورګر ابندبلت» په نامه ورځپاني رپوټ ورکړی، چي د جرمني د دفاع وزارت ويلي دي، چي ددې دليل ښايي دا وي چي، په شمال کي د آلماني او افغان سرتيرو ګډ عمليات زيات سوي دي.

د نوموړي ورځپاني د معلوماتو له مخي که څه هم په تيرو 5 مياشتو کي په شمال کي د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک پر ضد په ټوليزه توګه د سلو حملو رپوټ ورکړل سي، خو په همدې وخت کي شاوخوا 200 چادونکي توکي کشف او شنډ سوي دي.

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير له نوموړي آلماني ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي ويلي دي، چي پټ سوي چادونکي توکي په افغانستان کي د آلمان د پوځ له پاره تر ټولو سخت ګواښ دی.

ديميزير وويل: « خو ښه خبر دا دی چي په شمال کي آلماني پوځ توانيدلی دی د دغو ټولو توکو څلور پر دريمه برخه شنډه کړي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل