آلمان افغانستان ته نور عسکر لېږي
۱۳۸۷ خرداد ۳۱, جمعهاعلان
داسي ويل کيږي چي د آلمان حکومت غواړي چي زر تنه عسکر نور افغانستان ته ولېږي. د جرمني دوو نامتو ورځپاڼو دي ويلت او فرانکفورت الګيماين نن ويلي دي چي د آلمان د دفاع او بهرنيو چارو وزيران په پام کي لري چي خپل پلان د راتلونکي چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.
د جرمني څخه په واور وار داغوښتنه سوې وه چي په افغانستان کي دي د خپلو عسکرو شمېر ډير کړي او د خپل پوځي ماموريت لمن دي د افغانستان و جنوب ته هم پراخه کړي.
اوس وخت آلمان په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو په چوکاټ کي درې زره پنځه سوه سرتيري لري چي د هغه هيواد په شمالي سيو کي په ماموريت بوخت دي.
داچي ولي آلمان تر اوسه پورې دې ته نه حاضرېدی چي نور سر تيري افغانستان ته ولېږي او اوس داسي ويل کيږي چي وبه يي لېږي د يوشمېر سياسي کتونکو په عقېده عليت يې په افغانستان کي د امنيتي وضعي خرابوالی دی.