آلمان: افغانستان کي بايد سياسي اصلاحات راسي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۴, سهشنبهگيدو ويسترويله، په برلین کي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۱۴) د کنفرانس د پرانيستلو پرمهال وويل: «موږ به افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم هير نه کړو.»
ويسترويله زياته کړه، چي آلمان د ناټو د غړو هيوادونو له ډلي څخه لومړی هيواد دئ چي څو اوونۍ دمخه ئې په افغانستان کي په ۲۰۱۴ کال کي تر جنگي ماموريت وروسته د يوه بل نوي ماموريت د پيلېدو پريکړه وکړه.
هغه په برلین کي د افغانستان په اړه د نړيوالو اړيکو ډله چي د ۵۰ هيوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي پکښې گډون لري وويل: «موږ دغه ماموريت يوځای پيل کړ او غواړو چي يو ځای ئې تر پايه پر مخ بوزو.»
ويستر ويله وويل، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د مرستي تر ډيره ځايه په ملکي برخو کي مصرف سي. آلمان حتی اوس له افغانستان سره د پراختيايي مرستو په برخه کي هکاره دئ.
ويسترويله زياته کړه چي افغانان هم مسئوليت لري «مسئوليت بايد له دواړو اړخو وي.»
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين په خپلو خبرو کي وويل، چي افغانستان په راتلونکي کال کي له يو ستر چيلينج سره مخامخ دئ. په دغه کال کي د افغانستان د ولسمشر ټاکني تر سره کيږي، او دغه راز د دغه هيواد ټولي امنيتي چاري افغانانو ته سپارل کيږي.
لودين دغه راز خپل گاونډي هيواد پاکستان ته د برياليو پارلماني ټاکنو مبارکي وويل، او زياته ئې کړه چي له نوي حکومت سره به يو ځای خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
لودين زياته کړه چي، کابل له طالبانو سره د سولي په پروسه کي د پاکستان ملاتړ ته اړتيا لري.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله په افغانستان کي پر سياسي اصلاحاتو او له اداري فساد سره پر مبارزې باندي ټينگار وکړ. هغه زياته کړه: «په افغانستان کي يوازي يوه سياسي پروسه تل پاتې سوله راوستلای سي.»
د افغانستان په اړه د نړيوالو اړيکو ډله له څلور کلونو راهيسي دا لومړی ځل دی چي بيا په آلمان کي سره راټوليږي.
دغه ډله بايد په هرو څلور میاشتو کي سره راټوله سي او د افغانستان په اړه د نظريو راکړه وکړه وکړي. په دغه کنفرانس کي د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي جيمس دوبينس او د آلمان ځانگړي استازي ميشايل کوخ هم گډون کړی وو.