1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان، افغانستان یوازې نه پریږدي

قاسم نوري۱۳۹۴ مهر ۲۴, جمعه

د «قاطع ملاتړ» ماموریت به ادامه پیدا کړي: د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما په پلان کي د بدلون تر اعلان وروسته، آلمان هم په افغانستان کي د خپل پوځي ماموریت د تمدید له پاره چمتووالی وښود.

https://p.dw.com/p/1GpF3
انځور: picture-alliance/dpa/J. Wolf

د آلمان په پارلمان یا بوندستګ کي د سوسیال دیموکراتانو د دفاعي او سیاسي چارو ویاند راینرد ارنولد، ټینگار وکړ چي د افغانستان په شمال کی د مزارشریف اډه د ثبات یو مهم مرکز دی.

نوموړي المانۍ ورځپاڼي «بیلد» ته ویلي دي چي په همدې دلیل باید آلمانۍ پوځ دغه اډه له لاسه ورنه کړي. په پارلمان کی د مسیحي دیموکراتانو د گوند د دفاعي او سیاسي چارو ویاند هینینگ اوتو، هم په دې عقیده دی چی د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رییس بارک اوباما، هغه اعلان چي د خراب امنیتي حالت له کبله به له افغانستان څخه خپل د پوځونو راوتل وځنډوي، د دې چانس رامنځته کوي چي د افغانستان په شمال کي هم د سرتیرو او پولیسو روزنه ډاډمنه سي.

اوباما د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي په افغانستان کي د امریکا د موجوده څه نا څه لس زرو سرتیرو لویه برخه به په راتلونکې کال کی هم وساتي. له هغه وروسته به لږ تر لږه څه نا څه ۵۵۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کي خپل ماموریت ته ادامه ورکړي. دغه امریکایي سرتیري به د نورو تر څنگ د بگرام په هوایی اډه او همدارانگه د جلال آباد او کندهار په پوځي اډو کي میشت وي. د ولسمشر اوباما د مخکیني پلان له مخې باید د ۲۰۱۷ م کال تر پیل پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر څه ناڅه زرو تنو ته راکښته سوی وای.

آلمان ناټو نورو غړو تر څنګ په افغانستان کې پوځیان لري. د آلماني سرتیرو یوه لویه برخه په مزارشریف کي ځای پر ځای ده او یوه بله یې په کابل کې د افغان ځواکونو په روزنه بوخته ده.

بې ثباته وضع

په افغانستان کی د ناټو په مشرۍ جنگي ماموریت له ۱۳ کلونو وروسته، په ۲۰۱۴ کال کي پای ته ورسید. اوس ناټو په افغانستان کي د «قاطع ملاتړ» تر عنوان لاندې ماموریت لري چې اصلي دنده یې د افغان پوځ او پولیسو ښوونه اوروزنه او مشورې ورکونه ده.

اوس افغان امنیي ځواکونه د خپل هیواد د ساتلو بشپړ مسوولیت پر غاړه لري. خو په دې وروستیو وختونو کي د تندلارو طالبانو له خوا د کندوز موقتی نیولو دا وښوله چي د افغانستان امنیتي حالت اوس هم لړزیدونکی دی.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، په واشنگټن کي ویلي وو: «موږ تمه لرو چي د امريکا متحده ايالاتو اوسنۍ ژمنه د ائتلاف د نورو غړو ژمنې هم رامنځته کړي، د هغو سره چي امریکايي ځواکونو په گډه کار کړی دی.»

نوموړی زیاته کړه چی له «مهمو او اصلي متحدینو» سره یې وختی لا د افغانستان د ماموریت د نور ملاتړ په هکله خبري کړې دي. د ناټو عمومي منشی یینس ستولتینبیرگ، هم د ناټو په کچه د یوه چټک تصمیم نیولو اعلان کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب