1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان افغانانو ته د ماین شنډولو تجهیزات ورکړل

عبدالحمید صافی (بلخ، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۲۶, شنبه

په افغانستان کې میشتو آلماني ځواکونو د شمال او شمال ختیځو نهو ولاینو پولیسو سره د ماین موندنې او ماین شنډولو تجهیزاتو مرسته وکړه. د دغو تجهیزات ټول ټال ارزښت یو میلیون ډالرو ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/19RN9
انځور: DW/H. Safi

د افغانستان په شمال کې د ایساف عمومي قوماندان جنرال یورک ولمر، افغان ځواکونو ته د دغو تجهیزاتو د سپارلو پر مهال هیله څرگنده کړه چې په افغانستان کې د سړک د غاړې مایونو له کبله د رامنځ ته کیدونکو تلفاتو کچه راټیټه شي. د ایساف دغه جنرال زیاته کړه: «له نیکه مرغه افغان امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې په لا پرمختللو تجهیزاتو سمبالیږي. د ماین موندنې دغه نوي وسایل خورا د ارزښت وړ دي هیله ده چې له دغو تجهزاتو څخه په ګټه پورته کولو سره افغان پولیس په دې وتوانیږي چې د مایننو ګواښ له منځه یوسي.»

آلماني ځواکونه د ایساف په چوکاټ کې د افغانستان په شمال کې میشت دي. اوس مهال په افغانستان کې تر ۴۵۰۰ پورې آلماني سرتیري دنده ترسره کوي چې د افغان ځواکونو پر روزنه، د هغوی پر تجهیزولو او په عین حال کې د پرختیایي پروژو پر پلي کولو باندې ډیر تمرکز کوي.

د ماین موندلو او شنډولو تجهیزات د پنجنشې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اگست میاشتې ۱۵ نیټه) افغان ځواکونو ته وسپارل شول. افغان چارواکو ته د ماین پاکولو د دغو تجهیزاتو د سپارلو پر مهال د بلخ ولایت د امنیې قوماندان او د شمال ختیځ زون د پولیسو مشر جنرال محمد سالم احساس، وویل چې تر دې مخکې د پولیسو انجنیري تیمونه د وسایلو له کمښت سره مخامخ ول. هغه وویل: «د دغو تجهیزاتو تر ترلاسه کولو وروسته به پولیس خپلې چارې په سمه توگه پر مخ بوځي.»

د ملگرو ملتونو د وروستیو شمیرو له مخې په افغانستان کې تر ټولو ډیر ملکي او د افغان امنيتي ځواکونو تلفات د سړک د غاړې ماینونو له کبله رامنځ ته کیږي. د افغان حکومت وسله وال مخالفین له دې کبله چې د سړک د غاړې ماینونو جوړل کم مصرفه دي، له دغه شان ماینونو څخه د افغان او نړیوالو ځواکونو د په نښه کولو له پاره کار اخلي خو د سړک د غاړې ماینونه ډیر وخت ملکي وگړي وژني.

په عین حال کې په شمال زون کې د ایساف عمومي مشر په راتلونکې کې هم له افغان امنیتي ځواکونو سره پر خپلو مرستو ټینگار وکړ. هغه وویل: «د واضح ده چې زموږ دغه شان مرستې نه یوازې اوس بلکې په راتلونکو کلونو کې کې هم دوام مومي.»

په داسې حال کې چې پلان شوې ده چې ټول نړیوال جنگي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسوولیتونه به پخپله افغانانو ته وسپاري، آلمان تر دې نیټې وروسته هم د افغانستان پر وړاندې خپله ژمنه اعلان کړې ده. آلماني چارواکو اعلان کړی دی چې د افغان حکومت د هوکړې په صورت کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پورې پوځیان وساتي چې دنده به یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب