1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان المغرب هيوادونه خوندي وبلل

آژانسونه/ا.ا۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۴, جمعه

له هغه وروسته چي آلمان د مهاجرت په تړاو د بالقان هيوادونه خوندي اعلان کړي ول، اوس يې پارلمان د المغرب هيوادونه هم خوندي وبلل.

https://p.dw.com/p/1InK7
اروپا ته مهاجرت
انځور: picture-alliance/dpa/S. Baltagiannis

د آلمان د قانون له مخي هغه هيوادونه چي د «خوندي» هيوادونو په ليست کي شامل وي، له هغو څخه د راغلو پناه غوښتونکو د پناه غوښتني د يوې چټکي لاري ارزيابي کيږي. د پناه غوښتني د ردېدو په صورت کي له خوندي هيوادونو څخه راغلي مهاجر هم ژر بېرته خپل هيواد ته لېږدول کیږي.

په داسي حال کي چي آلمان تر مخه لا د بالقان هيوادونه خوندي اعلان کړي ول، د جمعې په ورځ په پارلمان کي پر هغه مسوده رايي واچول سوې، چي له مخي يې بايد د المغرب هيوادونه د خوندي هيوادونو په ليست کي شامل سي. د المغرب مطرح درې هيوادونه الجزاير، مراکش او تونس دي.

د ايالتونو مشترکه شورا بُندس رات

د شمالي افريقا د يادو درو هيوادونو د خوندي هيوادونو په ليست کي د شاملولو په حق کي د پارلمان ۲۲۴ استازو او پر خلاف يې ۱۴۳ استازو خپلي رايي وکارولې. د پارلمان درې استازو مستنکفي رايي استعمال کړې. خو د دې له پاره چي اړونده شخړيز قانون عملي سي، بايد لومړی په جون مياشت کي د آلمان د ټولو فدرالي ايالتونو د مشترکي شورا يا بُندس رات له خوا هم تصويب سي.

خو په بُندس رات کي اکثريت جوړښت له پارلمانه بېل دی. په ياده شورا کي د ايالتونو په استازيتوب د زرغون ګوند استازي هم ځای لري، چي په ځينو ايالتي حکومتونو کي د ائتلاف برخه دي.

د آلمان په پارلمان کي د اړونده قانون تر رايه اچوني دمخه د اپوزيسيون زرغون ګوند او کيڼ ګوند سختي نيوکي وکړې.

د دغه قانون اصلي مقصد د الجزاير، مراکش او تونس څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو د دوسيو په ارزيابي کولو او د رد سوو کسانو د بېرته لېږد په ترڅ کي چټکتيا رامنځ ته کول دي.

«يوازي ۰،۷ سلنې ته پناه ورکړل سوې»

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديمزير، وويل چي له الجزاير، مراکش او تونس څخه آلمان ته راتلونکي زياتره پناه غوښتونکي په دې خاطر آلمان ته نه راځي چي تر تعقب لاندي وي.

د هغه په وينا د روان کال په لومړي درو مياشتو کي له يادو هيوادونو څخه د راغلو پناه غوښتونکو يوازي ۰،۷ سلنه په آلمان کي حفاظتي موقعيت يا مقام تر لاسه کړی دی.

خو د آلمان زرغون او کيڼ ګوندونه وايي چي په يادو هيوادونو کي په لوړه اندازه بشري حقونه تر پښو لاندي کيږي. د يادو ګوندونو سياستوال وايي چي که دغه درې هيوادونه د خوندي هيوادونو په ليست کي وراضافه کړل سي، نو دا به د آلمان د پناه غوښتني په قانون کي د محدوديتونو سبب سي.