1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او انګلستان د نړيوال مالي بحران سره په مبارزه کي يو والی لري

۱۳۸۷ اسفند ۲۵, یکشنبه

د المان دلومړۍ وزيري ميرکل، او د انګلستان د لومړي وزير براون،د خبرو څخه وروسته څرګنده شويده چي ددوی ترمنځ تر زياتي اندازي پوري يو والي شته دي...

https://p.dw.com/p/HCZB
د انګلستان لومړی وزير ګوردن براون او د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل
د انګلستان لومړی وزير ګوردن براون او د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکلانځور: AP

د مالي بحران په اړه د مشرانو له نړيوالي غونډي څخه درې اونۍ دمخه دوی هيله څرګنده کړې وه چي پدې نړيواله غونډه کي د نړيوال مالي بحران په وړاندي دمبارزي له پاره پر يوې کړنلاري موافقه وسي. مېرمن ميرکل په لندن کي په يومطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي چي دG20 هيوادونو په لومړۍ غونډه کي چي په واشنګټن کي جوړه شوي وه لا ټولو خپل تصميمونه اوهدفونه بيانول.

ميرکل وويل بايد په نړۍکي داسي ځايونه، داسي توليدات، اوتوليدونکي نوي چي څارنه يي ونشي کېدای، او روڼوالي پکښي نوي. دې، دډيرو هيوادونو ددې موافقي څخه خوښي څرګنده کړه چي،په راتلونکي کي د مالياتو په هکله د معلوماتو په تبادله کي دوي هم برخه اخلي.

«موږ وينو چي زموږ داټينګي هڅي چي هرچيري هغه هيوادونه چي په بانکونوکي د خلکو له زیرمو څخه ماليه نه اخلي، پيدا اوليستونه يې جوړ کړو، نتيجي ته رسيدلي دي، او د مثبتو ګامو د اخيستلو سبب شويدي. د مثال په ډول دجمعې په ورځ ليښتن شتاين، سويس، اطريش، اولوکسامبورګ اعلام وکړ چي، په بانکونو کي به د زیرمو په برخه کي ډير روڼوالی را منځ ته کړي.

په انګلستان کي د جي 20 هيوادونو د ماليي چارو وزيران
په انګلستان کي د جي 20 هيوادونو د ماليي چارو وزيرانانځور: AP

براون څرګنده کړه چي دمالي بازارونو پدانوو مقر راتوکي به دبها د اسنادو احتکاري صندقونه هم شامل کړاي شي. براون ديوي پوښتني په ځوابکي ويلي دي چي داپريکړي دټولو هيوادونو يعني دانګلستان دسلطنت دښکيل کړيوسيمو لپاره هم دي چي لا تراوسه هم ماليات پکي کم دي لکه دګورنزی،او جرزي دټاپوګانو په شان.

المان دخپل هيواد دکورني نا خالصه توليد په سلوکي4,7برخه عايد د2009 / 2010 کالونو داقتصادي ودي لپاره په پام کي نيولي دي. ميرکل وويل، پدې ډول نو موږ د تدابيرو له مخه د ډيرو هيوادونوپه تيره بيا داروپايي ټولني دغړيو هيوادونو په رأس کي ځاي لرو او موږ د اقتصاد دبیرته غوړيدني لپاره دتدابيرو مجموعه تقريبا له امريکايانو سره موازي تصويب کړه. چي د هغه څخه دوې درې اونيو ډيري نه تيريږي. نو د2009/ 2010 لپاره وضعه بيخي رو ښانه ده. اوس نو بايده دي انتظاروښکل شي چي دااقدامونه څنګه اثرلري.