1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او روسيه: له يو بل سره غږيدل مرسته کوي

۱۳۸۸ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د المان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير پدي نه خپه کيږي، چي څوک ده ته د روسيی پيژندونکي ووايی. او د ده په نظر دا کوم بد ويل ندي.

https://p.dw.com/p/I6ti
د المان د بهرنيو چارو وزیر شتاين ماير د روسيې د بهرنيو چارو وزير لوروف سره
د المان د بهرنيو چارو وزیر شتاين ماير د روسيې د بهرنيو چارو وزير لوروف سرهانځور: AP

د ده شعار دا دي چي: له يو بل سره غږيدل مرسته کوي. د المان د بهرنيو چارو وزیر په نظر روسيه د المان په بهرني سياست کي ډير مهم ځاي لري.

شتاين ماير وايي:

ډيرۍ نړيوالي ربړي لکه د نژدي ختيځ لانجه، د افغانستان مسله او له ايران سره به د اتمي لانجي حل، پرته د روسيی نه او يا د روسيی په خلاف حل نشي.

دهمدي لپاره نن چهارشنبي شتاين ماير د يو لنډ سفر لپاره روسيي ته تللي دي. دي به هلته د بهرنيو چارو له وزير لوروف، له جمهور ريیس مدويديف،اوله لمړي وزير پوتين سره کتنه وکړي. د شتاين ماير وياند اندریاس پشکه د وينا سره سم د خبرو اترو لپاره ډيري موضوع ګاني شته دي. پشکه وايي:

روسيی ته سفر هيڅکله عادي سفر نوي، په تيره بيا په اوسني وخت کي. ځکه چي مونږ بيا د يته نژدي یو، چي د ناتو او روسيې جرګه د بهرنيو چارو د وزيرانو په سطحه بيا راژوندي کړو. او همدغه ډول هغه وخت هم رانژدي شوي چي د اروپا د امن او ګډ کار د ټولني په چوکاټ کي د ټولي اروپا د امنيت لپاره د روسيی په وړاندييزونو باندي بحث وکړو.

سربيره پردي به د المان او روسيی د عصري کولو د ملګرتيا په دوامداري موضوع باندي، هم خبري وشي. پداسي حال کي چي د المان د سیاسی ساحي يوه برخه، مسکو ته د شک په سترګه ګوري، شتاین مایر د روغتيا، انرژۍ، د ترافيکو د بنسټيزو په ساحوکي په خپل منځي ګډ کار باندي ولاړ دي. د شتاين ماير په شان حقوق پوه او د اداري چارو علاقه من دوه نوري د ګډ کار ساحي هم پيژني. دي وايي:

زه فکرکوم چي په روسيی کي هم څوک دا موضوع له پامه نشي ويستلي چي، عصري اداره، او د عدلي اوحقوقي چارو زياتره تامين، ډير مهم دي.

همدغه ډول يوه بله موضوع هم شته چي د المان بهرنيو چارو وزير له روسي چارواکو سره دخبرو په وخت کي له هغي نه نشي تيريداي. چي هغه بشري حقونه، اوحقوقي دولت دي. دهمدي لپاره شتاين ماير ويلي دي چي، نن شپه به دناپيلي ورځپاڼي« نو وايا ګستا» له مسول مديريت نه کتنه وکړي. دا هغه ورځپاڼه ده چي نامتو خبريالي انا پوليتکوسکايا چي وروسته بيا ووژل شوه، کار ورسره کاوو. دشتاين ماير وياندپشکه وايي چي ديوستر ديپلومات لپاره دا يوه عادي کتنه نده.

دي زياتوي :البته چي دنوموړي ورځپاڼي له مسول مدير سره خبري دمدني ټولني داوسني جوړښت،په هکله د معلوماتو لاسته راوړلو لپاره او دا چي سړي په ګډه سره په روسيه کي مدني ټولني ته زياتره کار کيدو لپاره څه کولاي شي، خبري کوي. وروسته لدي کتني څخه شتاين ماير بيرته برلين ته راستنيږي.

ضياالحق فضلی
کتونکی: يحيی وردک