1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او فرانسې د لومړي جهاني جنګ یاد ورځ ولمانځله

عبدالباري حيکم / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۲, یکشنبه

د آلمان او فرانسې ولسمشرانو په گډه په فرانسه کې په هغي یوې لمانځنې کی گډون وکړ چې د لومړۍ نړیوالې جگړې د سلمې کلیزې په مناسبت جوړه شوی وه. د ۱۹۱۴ کال د اگست په دریمه آلمان د فرانسې پر ضد د جگړې اعلان کړی ؤ.

https://p.dw.com/p/1CoAk
انځور: Reuters

د فرانسې د کولمار نومې سیمې په جنوب کې د د «هارتمن وایلرکوپف» په ټاتوبي کې د یوې لمانځنې په ترڅ کې د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک او د فرانسی ولسمشر فرانسوا اولاند د لومړۍ نړیوالۍ جگړې د وژل شوو سرتیرو په یادون د گلو گیډې کیښودله. دغه غرنی ټاټوبی چې ۹۵۶ متره لوړ پروت دی د ۱۹۱۴ او ۱۹۱۸ کلونو په منځ کې د خونړۍ جگړې شاهد ؤ. دلته ۳۰ زره فرانسوي او آلماني سرتیري ووژل شول. په پام کې دي چې دلته یو آلمانی- فرانسوی څلی جوړ شي چی په ۲۰۱۷ کال کې به پرانیستل شي.

د آلمان ولسمشر، یوآخیم گاوک په خپله وینا کې وویل چې دغه غر چې د «انسان خوړونکي» نوم هم پرې ايښودل شوی دی، د نړۍ د ډیرو لږو نورو ټاټوبو په څیر د «جگړې د بې معنی توب » سمبول گرځیدلی دی. گاوک وویل: « لومړې جگړه زمونږ د گډ تاریخ تر ټولو وویرونکې او تور تیاره زمانه ده. » هغه څرگنده کړه: « له فناتیزم څخه نیولې تر خپل ځان قربانولو پورې د اخلاقي او روښانفکرې ړوندتوب یوه ویرونکې نتیجه ده.»

د آلمان ولسمشر لومړۍ نړیوالی جگړې ته په اشارې سره وویل: « په دې برخه کې اروپا له خپلو ارزښتونو، کلتور او تمدن سره خیانت وکړ.» گاوک وویل چی افراطي نشنلیزم په تیره پیړۍ کې آلمان دوه ځلې د جگړې په خونړي ډنډ کې ډوب کړ. هغه یادونه وکړه چې په تیر تاریخ کې «آلمانان او فرانسویان دوه ځلی د یو بل په مقابل کي ودریدل.» خو آلماني ولسمشر د غونډې برخه والو ته وویل چی د تیرې او اوسنۍ زمانې په ټولو ستونزو باندي په گډه لاس برتوب ممکن دی : «خو زما آغلو او ښاغلو، ښاېي زمونږ څخه تیرو نسلونو په خوښۍ سره د اوسنۍ زمانې ستونزې منلې وای، مونږ کولای شو خپلې ستونزې په گډه حل کړو. مونږ کولای شو چې پر یوې تاریخې پروژې کار وکړو. داسی يوه پروژه چې هلته یو گټونکی او بل بایلونکی نه وي، بلکه ټول په گډه گټونکي وي. یواځي یو بل سره. او دا د اوسنۍ زمانې لپاره زمونږ اقرار دی.»

د فرانسی او آلمان پخلاینه د نړۍ لپاره سرمشق

د «هارتمن وایلرکوپف» يادګار
د «هارتمن وایلرکوپف» يادګارانځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولاند وویل چې « اروپا وتوانیده چی پر جگړې لاس برتوب پیدا کړي.» هغه وویل چې اوس ډیر د فرانسې او آلمان ملگرتیا پورې اړه لري تر څو د اروپایي آیدیال غوښتنه پر ځای پاتي شي او د یو سولیز ژوند ضمانت وکړي.» اولاند د لومړۍ نړیوالې جگړی د لمانځني په غرني ټاټوبي «هارتمن وایلرکوپف» کې وویل : « سر له نن څخه دا یواځي هغه یو ځای نه دی چې ۱۰۰ کاله مخکي له نن څخه د وژل شوو سرتیرو یادون کوي، بلکه د آلمان او د فرانسې د دوستۍ او سولې سمبول به هم وي.»

د آلمان ولسمشر په خپله وینا کې په جگړه کي د آلمان د ملامتیا یادون وکړ: « وروسته له هغې چې په لومړۍ نړیواله جگړه کې آلمان پر فرانسې یرغل یوړ، مونږ آلمانان باید پوه شو چې زمونږ ترمنځ پخلاینه څومره اهمیت لري.»

د دوشنبه په ورځ د آلمان ولسمشر په بلجیم کی د لومړۍ نړیوالې جگړې د سل کلنې کالیزي په لمانځنه کې گډون کوي. په دغې لمانځنې کې د نړۍ د کابو ۳۰ هیوادونو استازي شرکت لري.