1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان برازيل ته سخته ماته ورکړه

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۱۸, چهارشنبه

په برازيل کي د فوټبال د نړيوال جام د سياليو په نيمه پايلوبه کي آلمان کوربه هيواد برازيل ته اووه يو سخته ماته ورکړه. د لوبي په لومړۍ نيمايي کي لا هر څه روښانه سول.

https://p.dw.com/p/1CYQd
انځور: Reuters

د آلمان او برازيل لوبډلو ترمنځ تر لوبي دمخه هيچا داسي فکر نه کاوه چي برازيل دي پر آلمان باندي چي په ګروپي لوبي کي هم ښه نه وځلېد په دومره توپير سره لوبه بايلوي.

آلمان د لوبي د لومړۍ نيمايي په لومړیو لسو دقيقو کي داسي لوبه وکړه چي د برازيل لوبډله په دفاع کولو سره ستومانه سوه.

د لوبي په ۱۳مه دقيقه کي تر يوه کارنر وروسته په دغو لوبي کي د آلمان ګولزن توماس مولير ګول وواهه او لوبه يې يو صفر په خپله ګټه روانه کړه.

تر دغه ګول وروسته د برازيل دفاع داسي ماته سوه لکه هيڅ چي يې نه ولري. د پنځلسو دقيقو په جريان کي لوبه پنځه صفر د آلمان په ګټه روانه سوه.

د لوبي لومړۍ نيمايي پنځه صفر د آلمان په ګټه تمامه سوه. په نړیوالو لوبو کي ډيره ستونزمنه وي چي پنځه صر لوبه دي بيا يا مساوي يا وګټل سي.

د لوبي په دوهمه نيمايي کي برازيل په خپله لوبه کي بدلون راوست او پر مقابل لوري يې يو څه فشار راوست.

خو د آلمان فوټبال لوبډلي داسي لوبه وکړه چي برازيل ته يې ډېر لږ چانس د دې ورکړ چي د دوی پر ګول باندي حمله وکړي.

د برازيل لوبډلي مينه وال
د برازيل لوبډلي مينه والانځور: Reuters

د لوبي په دوهمه نيمايي کي آلمان دوه ګوله نور ووهل او نور نو د برازيل لوبډلي ته هيڅ اميدواري پاته نه سوه. برازيل د لوبي په وروستيو دقيقو کي وتوانېد چي يو ګول ووهي او لوبه اووه يو د آلمان په ګټه تمامه سوه.

يوه خبره د يادولو ده چي د برازيل ستوری نيما په يو پر څلورم فاينل کي ټپي سوی وو او په دغه لوبه کي نه ولوبېد. دغه راز د برازيل کپيتان هم د ژړو کارتونو له کبله له لوبي منع سوی وو.

په برازيل کي له برازيل لوبډلي څخه اووه يو لوبه ګټل اسانه کار نه دی. خو آلمان په دې وتوانېد.

په دې سره نو آلمان د ۲۰۱۴ کال د فوټبال د نړیوالو لوبو پايلوبي ته ووت. له آلمان سره په فاينل کي لوبېدونکې لوبډله سبا د هالنډ او ارجنټاين تر لوبي وروسته معلومه سي.