1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان بله ډله افغان پناه غوښتونکي اخراجوي»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳, یکشنبه

د « پرو ازول» سازمان و جنګ ځپلي افغانستان ته د رد شويو افغان پناه غوښتونکو د پنځم ډليز اخراج خبر ورکړ. دغې ادارې د انټرنټ له لارې د افغان مهاجرو د اخراج د درولو په موخه د عدالت غوښتنې يو آنلاين پروګرام پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/2bkqb
Deutschland Abschiebung von Asylsuchenden
انځور: picture-alliance/dpa/D. Maurer

په پام کې ده له آلمان څخه پنځمه ډله رد شويو افغان پناه غوښتونکو اخراج کړل شي. افغان حکومت د ۲۰۱۶ کال په سپټامبر کې له اروپايي ټولنې سره د افغان مهاجرو د اخراج پر موضوع هوکړه وکړه.

د مهاجرو څخه د ملاتړ سازمان « پرو ازول» د اخراج د مخنيوي په موخه د انټرنيت له لارې يو کمپاين پيل کړی او ورسره يې ليکلي دي: « د دوشنبې (اپريل ۲۴ مه) په ورځ احتمالا د مونشن له هوايي ډګر څخه د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج پرواز ترسره شي».

د مهاجرت پر موضوع د شوي توافق له مخې د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه کولای شي په هره يوه مياشت کې د ځانګړو پروازونو له لاې ۵۰ تنه رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي. آلمان د تيرو څلور مياشتو په موده کې ۹۷ تنه افغانان اخراج کړي دي. خو د اخراج بهير په هره دوره کې تدريجي کموالی رامنځ ته شوی دی. په وروستي پرواز کې چې په مارچ مياشت کې ترسره شو، يوازې ۱۵ تنه افغانان اخراج شول.

د آلمان د کموالي د راتلو دليل، ځينې قانوني محدوديتونه ښيي چې د مهاجرو د اخراج د مخنيوي سبب واقع شوي دي.

دغه سازمان له خلکو غوښتي چې د دغې ادارې انټرنيت پاڼې ته مراجعه وکړي او له طریقه يې د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ته وليکي چې افغانستان ته د مهاجرو اخراج ودروي. ديميزير په پرلپسې د افغانستان ځينو «امن سيمو» ته اشاره کوي چې پر وينا يې اخراج کونکي په کې کولای شي خپل عادي ژوند پیل کړي.

ناامنو سيمو ته اخراج؟

د آلمان خبري آژانس (ډي. پي. اې) خبر ورکوي چې افغانستان ته د تيرکال دسامبر مياشتې راپديخوا د اخراج شويو مهاجرو له ډلې څخه نيمايي يې د ناامنو سيمو څخه دي.

دغه آژانس په هامبورګ کې د شپيګل مجلې په حواله ليکلي دي چې د ۷۷ تنو اخراج شويو افغان مهاجرو له ډلې څخه، يوازې ۳۰ تنه يې د کابل، هرات او مزارشریف ښارونو څخه دي. دغه ښارونه د آلمان د کورنيو چارو وزارت امن سيمې بولي.

دغه رپوټ چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت د يو وړاندې کړل شوي نوملړ څخه چمتو شوی دی ښيي چې ډیری اخراج شوي د افغانستان د شمال، سويل او ختيځ څخه دي کوم چې په اکثرو برخو کې يې جګړې روانې دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د « آلمان د مسيحي اتحاد» ګوند غړی دی. هغه د تيرکال په اکتوبر مياشت کې افغانستان سره د رد شويو افغان مهاجرو د ډليز اخراج موافقتنامه لاسليک کړه، چې له مخې يې افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج آسانه شو.

د مهاجرو نور ملاتړ کونکي ګوندونه او بنسټونه

وروسته له هغې چې افغانستان ته د ډليز اخراج بهير پیل شو، دغه بهير تر ټولو زیات د آلمان د کليساګانو له خو تر نيوکو لاندې راغی. ډير شمير افغانانو هم کليسيايي درخواستونه ورکړل. د دغو درخواستونو د حد لوړيدل د آلماني چارواکو د انديښنې سبب واقع شول.

د دې ترڅنګ په آلمان کې يو شمير ګوندونه لکه کيڼ اړخي، زرغون او سوسيال دموکرات هم افغانستان ته د ډلييز اخراج پر موضوع نيوکه کوي او ورسره مخالف دي. دغه ګوندونه د آلمان د ۱۶ ايالتونو په شپږو کې يې ائتلافي دولتونه لري. دوي په خپلو ايالتونو کې د افغانانو اخراج په موقتي توګه درولی دی.

په آلمان کې ډیری وخت د ټولنيزو برنامو او مظاهرو له لارې د افغان مهاجرو د ډلييز اخراج پر ضد اعتراضونه پورته کيږي. په همدې ورستيو کې د «پاک اختر» د رخصتي په ورځو سل تنو بايسکل چلونکو خپل اعتراضونه اوچت کړ. دوی د ۳۰ کيلومترو په واټن د څو ښارونه څخه تير شول او افغانستان ته يې د افغان مهاجرو اخراج يو «شرمونکی» عمل وباله. دوی د دغه بهير د درولو غوښتونکي شول.

که څه هم افغانستان کې د موسم په ګرميدو سره جګړو او انساني تلفاتو زور اخيستی خو لا هم د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل افغانستان ته د ډلييز اخراج څخه ملاتړ کوي.

په عين وخت کې د آلمان له مهاجرو څخه د ملاتړ اداره، افغانستان کې د ملکي تلفاتو نوي ريکارډ ته په کتو ويلي دي: « افغانستان نه د هغو خلکو لپاره چې دننه په هيواد کې دي او نه هم هغو مهاجرو ته چې هلته اخراجيږي، امن ندی».

دغې ادارې په خپله انټرنت پاڼه کې د « افغانستان يو امن هيواد ندی» تر نوم لاندې يو کمپاين پیل کړی دی او له خپلو مخاطبينو څخه يې غوښتي دي چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت ته د لاسليکونو په راټولو او د ايميلونو په استولو کې هڅې وکړي تر څو افغانستان ته د پنځم دور اخراج ستونزمن کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.04.2017):