1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان ته تر ۱،۵ میلیونه مهاجرو د راتگ اټکل کیږي»

۱۳۹۴ مهر ۱۳, دوشنبه

د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې آلماني ادارې سږ کال دې هیواد ته د راتلونکو مهاجرو شمیر له هغې څخه په څرگند ډول زیات اټکلوي، لکه چې تر اوسه یې انتظار کیده. آن د پالنې په مرستو کې د پاتې راتلو انديښنه څرگندیږي.

https://p.dw.com/p/1Gick
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د «بېلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د اړونده مقاماتو د یوې داخلي پيش بینۍ په حواله لیکلي دي چې ښایي د اکتوبر له میاشتې څخه تر دسمبر میاشتې پورې نور ۹۲۰ زر کډوال آلمان ته راشي.

د نوموړې ورځپاڼې د رپوټ له مخې په دې سره ښایي سږ کال آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر تر یو نیم میلیون کسانو پورې ورسیږي. د آلمان فدرال حکومت تر اوسه په رسمي توگه سږ کال له ۸۰۰ زرو څخه تر یو میلیون مهاجرو د راتگ اټکل کاوه.

د بېلډ، ورځپاڼې د معلوماتو له مخې په دغه پیش بینۍ کې لیکل شوي دي چې د «مهاجرو فشار» به لاپسې ډیر شي. زیاته شوې ده چې د کال په څلورمه ربع کې هره ورځ له پولې په غیر قانوني توگه له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کډوالو د اوښتو اټکل شوی دی. ویل شوي دي چې د پناه غوښتونکو د زیات شمیر له کبله ایالتونه او ښاروالۍ د لوی پیټې سره د مخامخ کیدو له گواښ سره مخامخ دي. همداشان د مهاجرو د پالنۍ په مرستو کې د پاتې راتلو انديښنه څرگندیږي.

د آلمان د ښارونو او ټولنو د اتحادیې مشر گیرد لندسبیرگ، د «پساور نیوین پریسه» سره په مرکه کې ویلي دي: «که چیرې د کډوالو هجوم همداسې ادامه ومومي، نو په آلمان کې به ښاروالۍ د مهاجرو له پاره د پالنې، سرپناو او ادغامیدو په برخه کې تر فشار لاندې راشي.»

د بېلډ، ورځپاڼې د نورو معلوماتو له مخې آلماني چارواکي د په رسمیت پیژندل شوو مهاجرو د کورنیو د بیا یو ځای کیدو په برخه کې هم یوه ستونزه په گوته کوي. نوموړې ورځپاڼې د دغه رپوټ له قوله لیکلي دي چې په «منځني ختیځ کې د هغوی په اصلي ټاټوبو کې د کورنیو جوړښت ته په کتو سره» داسې اټکل باید وشي چې د دغه سیمي هر هغه کډوال چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه منل شوي، په اوسط ډول ښایي د خپلۍ کورنۍ له څلورو څخه تر اته تنه غړي راولي.

همداشان د آلمان د میکلن بورگ- فورپومرن د کورنیو چارو ایالتي وزیر لورینڅ کفیر، په تیرو ورځو کې ویلي دي چې دی سږ کال آلمان ته له ۱،۲ میلیونه څخه تر ۱،۵ میلیونه کډوالو د راتگ اټکل کوي. د آلمان د کورنیو چارو فدرال وزیر توماس دیمیزیر په خپلو تازه څرگندونو کې ویلي وو چې اوسمهال دا ستونزمن کار دی چې د مهاجرو د دقیق شمیر په اړه څه وویل شي.