1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د رسیدو له پاره کډوال اوس هم د بالکان لاره کاروي

اژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۱۰, یکشنبه

په زرونو کډوال د منځني ختیځ، افغانستان او افریقايي هیوادونو څخه اوسهمال د شمالي اروپا لور ته راروان دي. دا کډوال یونان ته تر رسیدو وروسته د بالکان له لاري ځانونه جرمني او د اروپایي ټولنې نورو هیوادونو ته رسوي.

https://p.dw.com/p/1GxtA
Flüchtlinge in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/P. von Ditfurth

په زرونو کډوال اوس هم د بالکان د لاري له طریقه ځانونه اروپا ته رسوي او ډیر شمیر یي آلمان ته د رسیدو هوډ لري.

د منځنې ختیځ او افریقایي جګړه ځپلو هیوادونو څخه ډیر شمیر کډوال ځانونه د سختو لارو مزلونه څخه وروسته ترکیي ته رسوي او بیا د ترکیي څخه یونان او ورسته د بالکان هیوادونه له لاري ځان لویدیځ اروپا ته رسوي.

د بلغاریا چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې هغوی ۱۲۹ کډوال چې په یوه موټر کې پټ وو موندلي دي او له دې جملې څخه ۵۸ یې ماشومان دي. چارواکو د دې کډوالو د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویلي.

د دې موټر ترکي چلوونکی د بلغاریا د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

همدا راز د شنبې په ورځ په کرواشیا کې د کډوالو په یوه استوګنځاې کې یوه ۶۳ کلنه افغانه ښځه هم له قلبي حملي وروسته مړه شوې ده.

Serbien Mazedonien Flüchtlinge bei Preshevo
انځور: Reuters/O. Teofilovski

د کډوالو په استوکنځاې کې جکړه

د آلمان په «اتسوهوې» ښار کې د جمعې په شپه شاو خوا ۵۰ کډوال په یوه کمپ کې سره ونښتل. پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې په دې جګړه کې کډوالو یو بل په میزونو او چوکیو وهلي دي.

د پولیسو پر حواله په جګړي کې څلور کډوال او دوه د کمپ ساتونکو ټپیان شوي دي.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې یو عرب کډوال کردي کډوالو ته سپکاوی وکړ.

د کمپ ساتونکو او پولیسو جګړه پاې ته ورسوله. وروسته له جګړي پولیسو دوه کردي او یو سوریایي کډوال نیولي دي.

د پولیسو د وینا له مخې دغه درې تنه به په دې هیواد کې د کډوالو نورو استوګنځایونو ته انتقال شي.

په وروستینیو میاشتو کې د کډوالو تر منځ شخړې او جگړې ډیرې شوې دي او په ځینې حالاتو کو چارواکې مجبور دي چې د بیلا بیلو هیوادونو کډوال له یو بل څخه لري وساتي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب