1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د سنوډن د سفر په هکله شک او تردید

سید ریاض / دویچه ویله۱۳۹۲ آبان ۱۲, یکشنبه

د صدراعظمې انگلا مېرکل د مسیحي دیموکرات گوند غړو د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې پخواني کارکوونکي ایډوارډ سنوډن، د شاهدې په اړه موافقت څرگند کړی دی، خو ویلي یې دي چې آلمان ته د هغه د راتگ په اړه شکمن دي.

https://p.dw.com/p/1AAok
انځور: Reuters

د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ کې د زرغون گوند استازي هانس کریستیان شتروبیله، دا وړاندیز چې د پارلمان پر وړاندې ایډوارډ سنوډن شاهدي ورکړي، بېلابېل غبرگونه راپارولي دي. د آلمان د مسیحی دیموکرات گوند (CUD) غړي وایي چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ایډاورډ سنوډن د ورسپارلو غوښتنه به، ښایي له روسیې څخه د سنوډن د وتلو مخه ونیسي.

د داخلي چارو له پاره د مسیحي دیموکرات گوند ویاند هانس پېتر اوهل، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر د میاشتې دریمه) «برلینر څایټونگ» ته ویلي دي چې احتمالا کیدای شي یو آلمانۍ هیئت مسکو ته سفر وکړي او له له سنوډن څخه د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) د څارنیز پروگرام په اړه پوښتنې وکړي.

اوهل ویلي دي: «آلمان ته د سنوډن سفر ښایي ستونزمن وي، ځکه چې دا پوښتنه مطرح کیږي چې هغه [سنوډن] آیا کولای شي په آلمان کې سیاسي پنا تر لاسه کړي او که نه. که چیرې هغه سیاسي پنا تر لاسه نه کړي، نو د امریکا متحده ایالاتو له لوري د هغه د غوښتلو موضوع رامنځ ته کیږي.»

مسکو ته د شتروبیله د سفر په اړه نیوکه

د پنجشنبې په ورځ شتروبیله، مسکو ته سفر کړی وو، چیرې چې هغه له ایډوارډ سنوډن سره ولیدل. د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې پخواني کارکوونکي سنوډن ویلي وو چې هغه چمتو دی چې د آلمان د پارلمان پر وړاندې شاهدې ورکړي، خو په دې شرط چې د هغه امنیت تضمین شي. شتروبیله، آلمان ته د سنوډن له یوه لیک سره راستون شو. په دغه لیک کې سنوډن هیله څرگنده کړې وه چې د متحده ایالاتو د څارنیز پروگرام په ترڅ کې به «د حقیقت موندنې په برخه کې مسؤلانه همکاري وکړي.»

په عین وخت کې په پارلمان کې د مسیحي دیموکرات گوند مخور استازي میشایل گروسه برومر، مسکو ته د شتروبیله پر سفر انتقاد کړی دی. هغه ویلي دي چې زرغون گوند د يوه پوسته رسوونکي څخه لږ ډیر عمل تر سره کړی دی. گروسه برومر همداشان ویلي دي چې «په اوسني وخت کې هیڅ داسې دلیل نشته چې په آلمان کې د سنوډن د احتمالي اقامت په اړه پریکړه وشي.»

برومر، آلمان ته د سنوډن د سفر په اړه شک څرگند کړی دی، په ځانگړې توگه په داسې یوه حالت کې چې د متحده ایالاتو له لوري د آلمان څخه د هغه د اخراجیدو غوښتنه موجوده ده.

د اوباما پر وړاندې له مېرکل څخه د مخامخ کیدو غوښتنه

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) له لوري د جاسوسۍ د پروگرامونو د افشا کیدو وروسته، په وروستیو اوونیو کې د آلمان او متحده ایالاتو په اړیکو کې ترینگلتیا رامنځ ته شوې ده. د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د «بلډ» او معتبرې ورځپاڼې «دیر شپیگل» رپوټ ورکړ چې NSA د صدراعظمې انگلا مېرکل گرځنده تلیفوني اړیکو ته په پټه غوږ نیولی دی. دغه کار په آلمان کې د قهر وړ وگرځید.

په دوبي کې د سنوډن له لوري د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ رپوټ ورکړل شوی وو چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې د آلمان د میلیونونو اتباعو په هکله معلومات راټول کړي دي.

د آلمان پارلمان په اوسني وخت کې «د جاسوسۍ ضد توافقنامې» په اړه سلا مشورې کوي، تر څو په دغه هیواد کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې څارنیز پروگرام ته د پای ټکی کښیودل شي. د زرغون گوند مشرې زیمون پېتر، له صدراعظمې انگلا مېرکل څخه غوښتي دي چې په دغه موضوع کې شخصا خپله له بارک اوباما سره وویني او په دې تړاو باید واشنگټن ته سفر وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب