1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د مهاجرو د کورنيو د راتګ د محدودولو غوښتنه

بریښنا صابر۱۳۹۴ بهمن ۷, چهارشنبه

آلمان ته د نارینه مهاجرو تر راتګ وروسته، د هغوی کورنۍ هم له دوی سره یوځای کیږي. د آلمان مسیحي دیموکرات او سوسیال دیموکرات ګوندونه غواړي د مهاجرو کورنیو د راتګ مقررات ټينگ کړي. آیا مسیحي سوسیال ګوند به ورسره همکاري وکړي؟

https://p.dw.com/p/1HkXd
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د پنجشنبې په ورځ د آلمان د مسیحي دیموکرات، سوسیال دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندي مشرانو تر ځانګړې غونډي مخکې، د پناه غوښتني د دوهم لانجمن پروګرام په اړه د جوړجاړي داسې وړاندیز چې ټول پرې سلا شي، چمتو شوی دی.

د آلمان خبري آژانس په حواله د مسیحي دیموکرات ګوند مشره او صدراعظمې انګلا میرکل، او د سوسیال دیموکرات ګوند مشر زیګمار ګابریل، په پام کې لري چې تر هغه د زیاتو مهاجرو چې تر اوسه په پام کې نیول شوي ول، د کورنیو راتګ محدود کړي.

دغه مقررات ښايي آلمان ته د راغلو ټولو سوریايي مهاجرو پر پنځمه برخه عملي شي. د مسیحي سوسیال ګوند مشر هورست زیهوفر، له میرکل او ګابریل سره تر لیدو پوري د دې وړاندیز په اړه د پریکړې له پاره مهلت غوښتی دی.

د ائتلاف د ماتیدو ګواښ

په ورستیو وختونو کې د انګلا میرکل د مهاجرو سیاست د ائتلافي حکومت د خپل منځي اختلافاتو لامل شوی دی. د مسیحي سوسیال ګوند مشر زیهوفر، لکه څرنګه چې یې اعلان کړې وو، د سه شنبې په ورځ د بایرن د لومړي وزیر په توګه د اوسنۍ تګلاري د بدلون غوښتنه وکړه.

نوموړي ویلي دي چې که بله لاره ور پاته نه شي مجبور دی د آلمان پر ائتلافي حکومت چې دوی خپله هم پکښې شامل دي، د اساسي قانون په محکمه کې دعوا وکړي. سوسیال دیموکرات ګوند بیا دغه ګواښ د ائتلاف د له منځه تلو په توګه ارزوي.

د آلمان په پارلمان کې د مسیحي اتحاد د جناح مشر فولکر ګاودر، پر ائتلافي حکومت د اختلافاتو د ژر تر ژره حلولو غږ کړې.

ائتلافي حکومت د لانجې د حل په موخه غواړي د نوامبر میاشتې پر خپل توافق له سره کار وکړي. د جوړ جاړي له پاره شوی وړاندیز په پام کې لري چې اوس به د کورنیو د راوستو محدودیت یوزاي تر اوسه په نظر کې د نیول شویو ۱۸۰۰ مهاجرو پوري محدود پاته نه شي. بلکې دا به وغځول شي او پر هغو ټولو سوریايي کډوالو تطبیق شي چې د پناه ورکولو له محافظت څخه برخمن ول چې دا آلمان ته د راغلو پنا غوښتونکو د ټولو سوریايي کډوالو ۲۰ سلنه دي.

خو وړاندیز د کورنیو راتګ یوازي د یوه کال له پاره ځنډوي چې زیهوفر یې له همدې ټکي سره مخالفت لري. سربیره پر دې داسې یو ځانګړی اصل هم باید وي چې له مخې یې یوازي هغه سوریایي ښځې او ماشومان آلمان ته راوستل کیدلای شي چې د لبنان او یا د اردن د مهاجر په کمپونو کې ژوند کوي.

د مجرمو مهاجر لیږد آسانول

د آلمان حکومت د کلن ښار د پیښو پر غبرګون په جنايي جرمونو کې د ښکیلو مهاجرو د بیرته لیږدولو پروسه اسانول غواړي. د آلمان کابینه د چهار شنبې په ورځ په دې اړه په قوانینو کې د بدلون پلان په لاره اچول غواړي.

په دې منځ کې د آلمان سوسیال ډیموکرات ګوند چمتوالې ښوولی چې د شمالي افریقا هیوادونه هم د خوندي هیوادونو په ردیف کې شامل کړل شي څو په جنايي جرمونو کې ښکیل د دغه هیوادونو د مهاجر بیرته استول آسان شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب