1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان ته د يو اسلاميستي بريد گواښ هېڅکله داسې جدي نه و متوجه شوی لکه په دې کيس کې.«

۱۳۸۷ آبان ۹, پنجشنبه

په دغو څرگندونو د آلمان څارنوالې مېرمن دوشه گمېل د چارشنبې په ورځ په دوسلدورف کې د بکسي بمونو قضا د تورن کس په وړاندې پيل کړه.

https://p.dw.com/p/FkJM
تورن نفر يوسف محمد الحاجبانځور: AP

60 تر 65 کسان به د 2006 په دوبي کې د پلان شوي بريد له امله وژل شوي يا سخت ژوبل شوي وای، که دواړه بمونه په هوا الوتلي وای. دا چې بمونه ونه چاودېدل هغو کيميايي توکو پورې اړه لري چې سره گډ شوي وو، خو چاودنه يې رامنځته نه کړه. لويه څارنوالي بيا هم په دې نظر ده چې د دغې کړنې سزا د يوسف محمد الحاجب عمري بند دی. د آلمان لويه څارنواله په دې اړه وايي:

«موږ دغې نتيجې ته رسېدلي يو چې په کافي توگه شاهدان او شواهد هم شته، د دې لپاره چې د دغه عمل هدف د جدي چاودنو رامنځته کول وو.«

د مدافع وکيل بېرند روزنکرانڅ د عمري بند غوښتنه په دې ډول راغبرگه کړه:

«سياسي فشار لکه چې داسې زيات دی چې د عمري بند خبره مطرح او مناسبه وگڼل شوه او حتی د غوښتنې په صفت مطرح شوه.«

دا چې تورن نفر د عمل پړه او ټول جزيات منل، نو له کبله د هغه شخصي دلايل د قضا مرکزي ټکی وگرځېد. يعنې اصلي خبره دا وه چې آيا تورن کس تر آخره پورې په رشتيا سره غوښتل چې دغه عمل تر سره کړي، که څنگه. په دې لړ کې لويې څارنوالۍ څدگنده کړه چې د مدافع وکيلانو لخوا راغوښتل شوي شاهدان د اعتبار وړ نه دي.

Deutschland Terror Kofferbomber Prozess in Düsseldorf
په دغه محکمه کې آلماني څارنوالان: مېرمن دوشه گمېل او هانس مولير موکانځور: AP

په تېره بيا د تورن نفر يوسف محمد الحاجب کورنۍ، د هغه ملگري او د هغوی بنسټ پاله اسلاميستي افکار دا ښېي چې ده تر آخره پورې غوښتل چې بريد تر سره کړي. د قضا يو مثال په دې ډول دی: تورن کس او د مدافع وکيلان وايي چې نوموړی يعنې يوسف محمد الحاجب په طبيعي علومو او په تېره بيا په کيميا کې ډېره پوهه لري.

يعنې که غوښتل يې نو کولای يې شوای چې داسې بمونه جوړ کړي چې انفجار هم کوي. لويې څارنوالۍ هڅه کوله د پلټنو د نقل قولونو په بنياد څرگنده کړي چې د کيميا په اړه معلومات يې هومره ژور نه وو او دا چې تر آخره پورې يې تمه درلوده چې بمونه به والوځي.
مدافع وکيلانو سربېره پر دې غوښتل په جرم کې د هغه د يو شريک ملگري داسې خبرې له ارزونې څخه وباسي چې ويل يې په لبنان کې د شکنجې په زور ترې نه اخيسل شوې وې، ځکه چې دغه اقرارونه الحاجب ته منفي وختل.

مدافع وکيل روزنکرانڅ ځکه نو غواړي چې يو ځل بيا لبنان ته سفر وکړي او هلته نورې شاهدۍ لاس ته راوړي. د وکيلانو لخوا د نورو شاهدانو د خبرو د په نظر کې نيولو غوښتنه د قاضي اوتفريد برايتلينگ لخوا اورېدل کيږي، خو نوموړی زياتوي چې د شواهدو او اسنادو د څېړنو په نتيجه داسې څرگنديږي چې تورن غوښتل ډېر ملکي وگړي ووژني. که د عمري بند سزا ورنه کړل شي، خو داسې ښايي چې د زندان حکم به هرو مرو ورته اورول کيږي.