1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لمان پر مهاجرو تر ۵۵ ملیادره یورو لګوي

۱۳۹۴ آذر ۲۱, شنبه

د یو مشهوره اقتصادي څیړنیز مرکز د څیړنو له مخې، آلمان ته د یو میلیون مهاجرو راتګ به هر کال تر ۵۵میلیارده یورو لګښت ولري. څیړونکي وايي چې آلمان کولی شي دا اقتصادي بوج تنظیم کړي.

https://p.dw.com/p/1HMJo
Deutschland Flüchtlinge
انځور: Reuters/M. Dalder

د نړیوال اقتصاد له پاره د کایل انیستیتوت د جمعې په ورځ (د دسامبر ۱۲مه نېټه) یوه څیړنه خپره کړه. په دې څیړنه کې راغلي دي چې آلمان ته په راتلونکو کلونو کې د مهاجرو د راتګ د شمیر په پام کې نیولو سره به هر کال په دې هیواد کې پر مهاجرو له ۲۵څخه تر ۵۵میلیارده یورو لګښت راځي.

اټکل کیږي چې سږ کال به آلمان ته یو میلیون مهاجر ورسیږي او د دې څیړنیز رپوټ پر حواله د دې مهاجرو کلنیز لګښت ۵۵میلیارده یورو ته رسیږي. خو د انګيرنو له مخې دا شمیره به په ۲۰۱۸کال کې ۳۶۰زره مهاجرو ته ورسیږي او کلنیز لګښت به هم ۲۵میلیارده یورو ته ټیټ شي.

ماتیاس لیوکې چې د دې څیړنې لیکونکی دی وایي چې دا شمیرې دقیقې نه دي او دې پورې اړه لري چې څومره مهاجر آلمان ته راځي، د څومره مودې له پاره په آلمان کې پاتې کیږي او څومره ژر آلماني ټولنه کې ادغام کیږي او کار پیدا کوي.

یوه انګیرنه دا هم ده چې ۳۰سلنه مهاجر به خپل هیواد ته ستنیږي او همداراز ۲۰سلنه نور مهاجر به د کار په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخامخیږي.

لیوکې وايي: «په عمومي ډول په دې څیړنه کې ډیر نا معلومه لاملونه شته په خاصه توګه د هغو مهاجرو شمیر چې دې هیواد ته به راځي او همداراز د کار بازار ته د هغوی د ادغام کچه.»

آیا مهاجر د آلمان اقتصاد ته پراختیا بخښي

نورې څیړنې ښیي چې مهاجر د آلمان د کار په بازار کې مثبته ونډه اخلي او د دې هیواد اقتصاد ته پراختیا بخښي. خو د نړیوال اقتصاد له پاره د کایل انیستیتوت څیړنه ښيي چې مهاجر به د آلمان په اقتصاد مثبته اغیزه و نه لري.

دا څیړنه ښيي چې سربیره پر دې چې مهاجر اقتصادي موادو ته اړتیا ډیروي او همداراز تولید هم ډیریږي خو همداراز د ټولنیزې هوساینې لګښت به هم ډیریږي چې همدا فکتور د اقتصادي لاس ته راوړنو پر ضد کار کوي.

همداراز تیره میاشت د آلمان د اقتصادي څیړنو انیستیتوت له خوا تر سره شوې څیړنه ښيي چې سربیره پر دې چې پر مهاجرو په لومړیو کلونو کې مصرف کیږي تر څو هغوی ومنل شي او ادغام شي خو تر شاوخوا پنځو کلو وروسته هغوی د کار په بازار کې جذبیږي او همداراز د هیواد اقتصاد سره مرسته کوي.

اقتصادي پلان ته اړتیا

سره له دې چې اټکل کیږي چې پر مهاجرو به ۵۵میلیارده یورو لګښت راځي خو بیا هم دا د آلمان د کلنی ناخالص عاید ۲سلنه جوړوي او لیوکې وایي چې د آلمان حکومت کولی شي دا لګښتونه تنظیم کړي.

لیوکې دا وړاندیز کوي چې حکومت باید د راتلونکې په پام کې نیولو سره یو داسې اقتصادي پلان جوړ کړي چې په هغه کې د افغانستان، عراق او سوریې څخه د مهاجرو راتګ ته هم پام وشي ځکه تر اوسه دا څرګنده نه ده چې په دې هیوادونو کې به جګړه کله پای ته رسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب