1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د اروپايي ښځینه فوټبال سياليو اتل سو

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبه

د آلمان د ښځينه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۳ کال د اروپايي سياليو اتله سوه. دا شپږمه پرلپسې اتلولي ده چي دغه لوبډله ئې ترلاسه کوي. آلمان په پای لوبه کي ناروې ته ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/19Ff1
The german Team celebrates after Anja Mittag (hidden) scored the 1-0 during the UEFA Women«s EURO 2013 final soccer match between Germany and Norway at the Friends Arena in Solna, Sweden, 28 July 2013. Photo: Carmen Jaspersen/dpa
Frauen-EM Finale Deutschland Norwegen Jubelانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د ښځينه فوټبال ملي لوبډلي د يکشنبې په ماښام (۲۰۱۳ کال د جولای ۲۸) په سويډن کي د اروپايي سياليو په پای لوبه کي د ناروې هيواد ملي لوبډلي ته يو د صفر په مقابل کي ماته ورکړه او په شپږم پرلپسې وار د دغو سياليو اتله سوه.

آلمان د ښځينه فوټبال د اروپايي سياليو په تاريخ کي اته واري اتل سوی دی، چي په دې کي ئې څلور واري په پای لوبه کي له ناورې هيواد څخه لوبي گټلي دي.

د دواړو لوبډلي ترمنځ لوبه داسي گرمه روانه وه چي تقريباً په هره دقيقه کي د يوه گول د وهلو احساس کېدی. د لوبي په لومړيو لسو دقيقو کي آلمان د گول وهلو درې ستر چانسونه له لاسه ورکړل. د ناروې د فوټبال لوبډلي هم زيات چانسونه لرله چي يو له هغو څخه هم پينالټي وه، چي د آلمانۍ لوبډلي گولکيپري نادين انگيرير را وگرځوله.

د لوبي په لومړۍ نيمايي کي يوه لوبډله هم د گول په وهلو ونه توانېده. خو په دوهمه نيمايي کي لوبه تر لومړۍ نيمايي هم تونده پيل سوه او دواړو لوبډلو د يوه او بل پر گولونو باندي حملې پيل کړې.

د آلمان لوبډلي گولکيپري لومړۍ پينالټي را وگرځوله
د آلمان لوبډلي گولکيپري لومړۍ پينالټي را وگرځولهانځور: picture-alliance/dpa

د لوبي په ۴۹ دقيقه کي د آلمان لوبډلي تکړه لوبغاړي انا ميتگ، چي پنځه دقيقې دمخه ميدان ته داخله سوې وه گول ووهاه او لوبه يو د صفر پر وړاندي د آلمان لوبډلي په گټه روانه وه.

د ناروې د فوټبال لوبډلي خپلو حملو ته دوام ورکړ او داسي ښکاريده چي گول به ووهي او لوبه به مساوي کړي. د لوبي په ۷۹ دقيقه کي يو وار بيا آلمانۍ لوبډلي د خپل گول و مخ له يوې ناروېږۍ سره فول وکړ او د لوبي ريفري بيا هم د آلمان لوبډله په پينالټي جريمه کړه. خو د آلمان لوبډلي گولکيپره په دغه لوبه کي دومره تکړه وه چي دوهمه پينالټي ئې هم را وگرځوله او لوبه بيا هم يو د صفر پر وړاندي روانه وه.

دوهم وار ئې هم پينالټي را وگرځوله
دوهم وار ئې هم پينالټي را وگرځولهانځور: Getty Images

په دې شان نو د لوبي ۹۰ دقيقې پوره سوې او په څلورو دقيقو اضافي وخت کي هم کوم نوي څه پېښ نه سول او لوبه د آلمان د ښځينه فوټبال لوبډلي په گټه تمامه سوه او دغه لوبډله د ۲۰۱۳ کال د ښځينه فوټبال د اروپايي سياليو اتله سوه.

د آلمان لوبډله به د دوشنبې په ورځ خپل هيواد ته راستنه سي او په فراکنفورت کي به په يو لړ رسمي مراسيمو کي د لوبډلي تود هرکلی وسي.